د پولیو واکسین څلور ورځنی کمپاین تېره ورځ (دوشنبې، د زمري په ۳۰مه) په ۲۸ ولایتونو کې پېل شو.
د عامې روغتیا وزارت وايي په دغه څلور ورځني کمپاین کې به له پنځو کلونو کم عمره څه باندې ۱۱ مېلیونه ماشومان واکسین شي.
د دغه وزارت ویاند زیاتوي، په ارزګان، بلخ، فاریاب، سرپل، جوزجان او سمنګان کې به د پولیو ضد واکسینو تطبیق تر راتلونکې یوې اوونۍ په کمه موده کې پیل شي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وویل:«د هېواد په ټولو ولایتونو کې ملي کمپاین پېل شوی یوازې د شمالي حوزې په ځینو ولایتونو کې یوه اوونۍ وروسته پېلېږي. او په دغه کمپاین کې به انشاالله کابو ۱۱ مېلیونه ماشومانو ته واکسین تطبیق شي.»
له دې سره سم، د پولیو ضد واکسین د تطبیق پروګرام کارکوونکي له کورنیو غواړي چې په دغه کمپاین کې ورسره همکاري وکړي.
رضاکاره کریمه کاظمي وايي:«ځينې کورنۍ خپل ماشومان نه راولي، په ساعتونو د دروازې شاته ولاړ یوو اصلاً نه خبرېږي چې موږ یې د دروازې شاته ولاړ یوو، خپل ماشومان دې ژر راولي.»
څارونکی سید روح الله ابراهیمي هم وايي:«موږ له درنو کورنیو هیله کوو چې د واکسین پر ارزښت پوه شي چې د پولیو واکسین د دوی ماشومانو ته ګټه لري او هېڅ ډول زیان نهلري.»
د کابل یو شمېر اوسېدونکي بیا د پولیو ضد واکسینو د کمپاین له پیله خوښي څرګندوي او له روغتیا وزارته غواړي چې په هېواد کې په بشپړه توګه د دغې ناروغۍ له منځه وړلو ته جدي پام وکړي.
د کابل اوسېدونکې ساجده وايي:«د پولیو کمپاین باید ډېر شي، د دې لپاره چې ماشومان فلج کېږي کمپاینونه دې زیات کړي له همدې امله باید ماشومانو ته د عامې روغتیا وزارت فکر وي.»
د روان زیږدیز کال له پېله بیا تر دې دمه د هېواد په کچه د پولیو ۵ مثبتې پېښې ثبت شوي خو د عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې په افغانستان کې به ژر دغه ویروس له منځه یوړل شي.