Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین د کمپاین پېل

د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین نن دوشنبې (د تلې په ۳مه) د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې پېل شو.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي چې په دغه څلور ورځني کمپاین کې به ۱۱ مېلیونه ماشومان واکسین شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند په دې هکله زیاته کړه:«په دغه کمپاین کې زموږ موخه ۱۱ مېلیونو ماشومانو ته د واکسین تطبیق دی، دغه کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي. همدا دول چې د پولیو واکسین تطبیق کوو له پنځو کلنو کم عمره ماشومانو ته د ویټامین A ټابلېټ هم ورکول کېږي.»

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه یوازیني هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ویروس په بشپړه توګه له‌منځه نه‌دی وړل شوی.

یو شمېر هېوادوال بیا له عامې روغتیا وزارته غواړي چې په بشپړه توګه د دغه ویروس د له‌منځه وړلو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

د جوزجان اوسېدونکی سید اکبر وايي:«له داکټر صاحبانو سره په لېرې پرتو سیمو، کلیو او ولسوالیو کې باید همکاري وشي.»

د جوزجان بل اوسېدونکی بسم الله نصرت هم زیاتوي:«موږ د دې غوښتونکي یوو چې د پولیو د واکسین کمپاین په لېرې پرتو لسوالیو او سیمو کې عملي شي.»

اخوا، ځينې ډاکټران بیا وايي، د دغه ویروس د له‌منځه وړلو لپاره باید د عامې روغتیا وزارت او مرستندویه بنسټونو له لوري عامه پوهاوی هم زیات شي.

ډاکټر روهېد د طلوع‌نیوز خبریال ته وویل:«موږ د دیني علمانو په په واسطه ډېر ښه کولای شو چې خپل کمپاین ته دوام ورکړو او خپلو خلکو ته ووایوو چې له دوه څاڅکي واکسین سره موږ کولای شو چې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې پولیو له‌منځته ولاړ شي.»

د روان زیږدیز کال له پېله تر اوسه د ټول هېواد په کچه د پولیو ۵ مثبتې پېښې ثبت شوي او د عامې روغتیا وزارت له لوري د ورکړ شویو معلوماتو له مخې او د روان زیږدیز کال له پېله تر اوسه د پولیو ضد درې ملي کمپاینونه او دوه فرعي کمپاینونه ترسره شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه