Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ډاکټران هېواد کې د شکرې ناروغۍ درملو پر زیاتوالي ټېنګار کوي

په کابل کې یو شمېر ډاکټران په هېواد کې د شکرې ناروغۍ د درملنې په برخه کې د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کوي.

د وزیر محمد اکبر خان روغتون ډاکټرانو چې د شکرې ناروغۍ ورځ نمانځلو مراسمو کې ګډون کړی و و ویل، د دغې ناروغۍ د درملنې په موخه په دغه څانګه کې امکانات لږ دي.

د وزیر محمد اکبر خان روغتون د شکرې ناروغۍ د برخې مسوول، حسیب الله محمدي و ویل: «زموږ لویه ستونزه د شکرې ناروغۍ د درملنې لپاره د درملو په ځانګړې توګه د انسولینو نه شتون دی چې دا یوه جدي ستونزه ده. موږ څو ځلې د دې درملو غوښتنه کړې ده او د وزارت د بهرنیو اړیکو ریاست له لوري مو نړۍوال موسسو څخه هم د دې درملو غوښتنه کړې چې د روغتیا نړۍوال سازمان ته هم دا غوښتنه استول شوې ده خو تر دې دمه هیڅ مرسته نه ده شوې.»

د روغتیا نړۍوال سازمان استازي چې په دې مراسمو کې ګډون کړی و وایي. چې په بې وزلو هېوادونو کې له هرو څلورو کسانو یو یې په شکرۍ ناروغۍ اخته وي.

د روغتیا نړۍوال سازمان استازی، نعیم الله ساپي و ویل: «د روغتیا نړۍوال سازمان په استازولۍ ژمنه کوم، لکه څنګه چې په نورو برخو کې د روغتیا وزارت سره همکاري کوو د شکرې ناروغۍ لپاره به هم خپل خدمات ورسوو. موږ ژمن یو چې خپلو وطنوالو ته تخنیکي او بله هر ډول اړینه همکاري ورسوو.»

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویلي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۲ زیږیز کال کې د دغې ناروغۍ له امله څه باندې زر تنه مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال، حسیب الله اخندزاده و ویل: «په ۲۰۲۲ کال کې د هېواد په کچه، ۱۷ زره او ۴۰۹ کسان د شکرې پر ناروغۍ اخته وو چې له ډلې یې له زرو ډېر هغه مړه شوي دي. په شکرې ناروغۍ د تازه اخته شویو کسانو شمېر پورته شوی دی.»

د افغانستان د اندوکراینولوژي د ټولنې رییس، ولي ناصر څرګنده کړه: «د نړۍ نورو خلکو په پرتله د شکرې ناروغۍ په اړه زموږ د وطنوالو پوهاوۍ کم دی.»

د روغتیا نړۍوال سازمان د استازي په وینا، په نړۍ کې په شکرۍ ناروغۍ د اخته دوو کسانو له ډلې یو یې پر ځان خبر نه وي او په ټوله نړۍ کې هر کال د دغې ناروغۍ له امله دوه میلیون کسان مړه کیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه