Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کډوالو له راستنېدو سره هم‌مهاله د پولیو له زیاتوالي نړۍوالې اندېښنې

د روغتیا د نړۍوال سازمان د پولیو د له منځه وړلو د بیړنۍ کمېټې په ۳۷مه غونډه کې په افغانستان کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر د زیاتېدو په تړاو اندېښنه څرګنده شوې ده.

دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان ته د تازه راستنېدونکو کډوالو راتګ ښايي د پولیو په زیاتوالي مستقیمه اغېزه ولري.

د روغتیا نړۍوال سازمان په اعلامیه کې راغلي:«که څه هم په تېرو څلورو مياشتو کې په دغه هېواد کې د پوليو کومه نوې پېښه په رسمي توګه نه‌ده ثبت شوې، خو دا ګواښ لا هم شته.»

د خبرپاڼې پر بنسټ، د پوليو د له منځه وړلو بيړنۍ کمېټې په افغانستان کې د پوليو د له منځه وړلو د بېړنۍ طرحې خبر ورکوي او زياتوي چې په مهمو سیمو او لارو کې اضافي ټیمونه او څارونکي ځای پرځای شوي دي چې د راستنېدونکو کډوالو ماشومان واکسین کړي.
 
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان طلوع‌نیوز ته وايي:«په دې برخه کې باید ډېر کار وشي د دې لپاره، کله چې کډوال راځي د هغوی ډېری په بېلابېلو ناروغیو اخته وي او په دې برخه کې باید نړۍواله ټوله مرسته وکړي څو موږ وکړای شو ښه خدمتونه ترسره کړو.»

له دې سره هم‌مهاله، د روغتیا نړۍوال سازمان د ډینګي ناروغۍ د کنټرول ادارې مشر په ژنیو کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې ویلي، چې د افغانستان په ګډون د ۲۰۲۳ زیږدیز کال له پیلېدو راهیسې په ټوله نړۍ کې د ډینګي ناروغۍ له ۵ مېلیونه زیاتې پېښې او د دغې ناروغۍ له امله پنځه زره مړینې ثبت شوي دي.

ډاکټران وايي، دا ناروغي تر ډېره په ګرمو او نیمه ګرمو ولایتونو کې د ماشو په مټ لېږدېږي، چې یوه ساري ناروغي ده.

ننګرهار ډاکټر راشد وفا په دې هکله وايي:«په ننګرهار ولایت کې د شمېرو پر بنسټ له جنورۍ میاشتې راهیسې تراوسه ۱۰۲۱ تنو ناروغانو معاینه کړې چې له دې منځه ۴۵۰ ناروغان مثبت دي.»

بل ډاکټر فریدالله عمري هم څرګندوي:«دنګي تبه یوه شدیده ساري او همدرانګه ویروسي ناروغي ده چې یوه نړۍواله ستونزه ده. دا ناروغي کولای شي مشران، کوچنیان ونیسي او د دغې ناروغۍ ډېری پېښې په ګرم‌سېرو او نېمه‌ګرم‌سېرو هېوادونو کې رامنځته کېږي.»

خو د عامې روغتیا وزارت ټینګار کوي چې د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې ګرم‌سېر ولایتونو ته کافي تجهیزات او درمل لېږلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه