Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کرونا ویروس په تړاو د بشري حقونو د څار بنسټ خبرداری

د بشري حقونو څار نړیوال بنسټ هېواد کې د کرونا په ویروس د میلیونونو کسانو له اخته کېدو خبرداری ورکوي.

یاد بنسټ د خبرپاڼې په خپرولو سر وايي د افغان حکومت او طالبانو نه همکارۍ سره به دغه هېواد کې انساني ناورین رامنځته شي.

دا بنسټ له افغان حکومت او طالبانو غواړي چې افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو سره هم مهاله باید د ملګرو له بنسټونو سره چې له ګواښ سره مخامخ میلیونونو افغانانو ته روغتیايي خدمتونه رسوي، همکاري وکړي.

د بشري حقونو د څار بنسټ څېړونکې، تریشیا ګاسمن ویلي:«‎د کرونا ویروس افغانستان کې میلیونونو کسان ګواښوي، خو حکومتي چارواکي لا هم په جګړه بوخت دي. دواړه لوري باید چې د ملګرو ملتونو او بشرپاله بنسټونو سره هم کاري وکړي، څو ډاډ ترلاسه شي چې ټول هېواد ته مرستې رسیږي، که د اسې ونشي نو بد ناورین به رامنځته شي.»

د بشري حقونو څار بنسټ وايي افغانستان کې خلک زیانمنونکي دي او میلیونونه کورني بې ځایه شوي او کلیوالي خلک روغتیايي خدمتونو ته کم لاسرسی لري.

یاد بنسټ خبرداری ورکوي چې افغانستان کې بې ځایه شوي او کلیوالي خلک د کرونا ویروس له ډېر ګواښ سره مخامخ دي.

دا په داسې ده چې نن(سې شنبې د وري په ۱۲مه نېټه) د ۴ تازه پېښو په ثبت کېدو سره ټول هېواد کې د کرونا وایرس د پېښو شمېر ۱۷۴ ته رسېدلی دی.

له دې ډلې ۴ کسان يي مړه سوي او ۵ نور يي بېرته روغ سوي دي.

شریک یي کړئ