Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له کرونا سره د مبارزې لپاره د نړیوال بانک ۱۰۰ مېلیون ډالري مرسته

نړیوال بانک، په افغانستان کې د کرونا ویروس د بیړنۍ پروژې د ځوابوینې لپاره خپله څه باندې ۱۰۰ مېلیون ډالري مرسته تصویب کړه.

د نړیوال بانک د خپرپاڼې پر بنسټ، دغه پېسې د روغتیايي نظام د پیاوړتیا او افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د رامنځته شویو ګواښونو د مقابلې لپاره پر پروګرامونو ولګول شوي.

د دغې خپرباڼې پر بنسټ، دغه مرستې د هېواد د ۳۴ ولایتونو په روغتیايي برخو کې لګول کېږي.

د نړیوال بانک په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د بیړنیو مرستو دغه کڅوړه به د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر به لا پياوړی کړي چې په هېواد کې د کرونا ویروس خپرېدا پڅه کړل شي او په تقاضا کې د بې مخینې زیاتوالي په صورت کې، د افغانستان د خلکو لپاره غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړل شي.

د دغې خبرپاڼې پربنسټ، د دغې کڅوړې ۱۹ مېلیونه او ۴۰۰ زره ډالر یې له کرونا ویروس سره د نړیوال بانک د بیړنۍ مبارزې لپاره او ۸۱ مېلیون ډالره نور یې د پراختیا د نړیوالې ادارې له خوا چې د نړۍ بې وزلو هېوادونو ته د نړیوال بانک د مالي مرستو د ګروپ چمتوکوونکی دی، برابرې شوې دي.

ټاکل شوې ده چې دغه پروژه د عامې روغتیا وزارت له خوا د ملګرو ملتونو سازمان بنسټونو او غیر دولتي بنسټونو په همکارۍ چې مخکې له مخکې په ټول افغانستان کې د روغتیا پروژې تر چتر لاندې فعالیت کوي، تطبیق شي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک د ګروپ دفتر رییس هنري کرالي په دې اړه وايي:«نړیوال بانک ژمن دی چې په اوسنیو ستونزمنو شرایطو کې د افغانستان د خلکو او دولت ترڅنګ درېدلی او په هېواد کې له کووېډ نولس ناروغۍ د خپرېدا د مخنیوي لپاره له ټولو هڅو ملاتړ کوي.» 

شریک یي کړئ