Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۷۱۴ ته ورسېدې

د عامې روغتیا وزارت تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د تازه ۴۹ پېښو له ثبته خبر ورکوي.

د یاد وزارت د شمېرو له مخې کابل کې (۱۸)، کندهار (۱۵)، بلخ (۶)، هرات (۴)، غزنی (۴) او ننګرهار کې (۲)، پېښې ثبت شوې دي.

له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۷۱۴ ته رسیږي.

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۲۳ تنه مړه شوي او ۴۰تنه هم روغ شوي دي.

همداراز د پیسو نړیوال صندوق هم له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د افغانستان په ګډون ۲۵ هېوادونو سره ۵۰۰میلیونه ډالره مرسته تایید کړې ده.

په دغو مرستو کې ۱۸۵ میلیونه یې امریکامتحده ایالاتو او ۱۰۰ میلیونه یې هم برېټانیا ته په پام کې نیول شوې دي.

د عامې روغتیا وزیر، فیروز الدین فیروز هېواد کې د کرونا ویروس د پراختیا مخنیوي لاره په یوځای کې د ډېرو کسانو نه راټولېدل بولي.

هغه زیاتوي:«موږ لا هم په قرنطین کې یوو، موږ پوهېږو چې ډېر خلک اقتصادي ستونزې لري، خو حکومت د خلکو د ستونزو پر هوارۍ کار کوي.»

ښاغلی فیروز همداراز وايي د عامې روغتیا وزارت د ټولو مراجعه کوونکو د ازموینې ظرفیت نلري:«ظرفیت په هغه اندازه نه دی چې هر څوک چې راځي موږ ورته ټسټ وکړو، ځکه کیټونه کم دي، موږ هغه کسان ټسټ کوو چې لومړيتوب ولري او علایم یې زیات او واقعي وي، ځکه هر څوک چې بله ناروغي لري او تبه ولري، موږ ورته ټسټ نشو کولی.»

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزیر د هرات ولایت په تړاو چې لومړنۍ او ډېرې پېښې په کې وايي:«اوس د خوښۍ خبر دا دی چې هرات ولایت کې د روغو شویو کسانو شمېر زیات شوی، او ډېر کسان بیرته د کوویډ نوولس ناروغۍ نه ښه شوي دي.»

د عامې روغتیا وزیر له خلکو غواړي، که ځان ناروغ احساسوي، نو باید ځان قرنطین کړي.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې کابل کې (۱۸)، کندهار (۱۵)، بلخ (۶)، هرات (۴)، غزنی (۴) او ننګرهار کې (۲)، پېښې ثبت شوې دي.

شریک یي کړئ