د عامې روغتیا وزارت تازه شمېرې ښیې چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۱۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د مالوماتو له مخې چې نن(یکشنبې د زمري په ۵مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، یاده موده کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله ۱۲ تنه مړه شوي هم دي.
تازه پېښې تېره شپه ورځ کې د ۷۴۱ مشکوکو کتل شویو نښو پایله ده او په ۱۸ ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د شمېرو له مخې تازه پېښې ۳ یې کابل، ۲۵هرات، ۸ کندهار، ۱پکتیا، ۵ بلخ، ۹ تخار، ۱ ننګرهار، ۴ بادغیس، ۱ کندز، ۳ دایکندي، ۴ بدخشان، ۲ میدان وردګو، ۳۰ خوست، ۲۰ غور، ۲ هلمند، ۱ کنړ، ۱ زابل او یوه هم ارزګان ولایت کې ثبت شوې ده.
له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۳۶زره او ۱۵۷ ته ورسېدې چې له ډلې یې ۹۷۱۸ یې فعالې دي.
تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس لپاره ۸۶ زره او ۹۰۷ مشکوکې نښې کتل شوې دي.
د یادې ناروغۍ له کبله ۱۲۵۹ تنه مړه شوي او ۲۵ زره او ۱۸۰ هم روغ شوي دي.
په داسې حال کې چې هېواد کې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره تابیاوې په پام کې نه نیول کیږي.