Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کرونا ویروس ۱۶ تازه پېښې ثبت شوې

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوې.

دغه مالومات چې نن(پنجشنبې د وږي په ۶مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي دي ښیې چې تازه پېښې د ۲۷۵ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.

له تازه ثبت شویو پېښو سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸ زره او ۱۲۹ زرو ته رسيږي چې له ډلې یې ۷۶۸۲یې فعالې دي.

د عامې روغتیا تازه مالومات ښیې چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ تنه د کوویډ۱۹ ناروغان روغ شوي هم دي.

د یادونې ده چې تازه پېښې ۲ یې کابل، ۲ بلخ، ۳ ننګرهار، ۲ تخار، ۲ بغلان او ۵ هم په کندز ولایت کې ثبت شوې دي.

شریک یي کړئ