Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې له ۳۴ زره واوښتې

په هېواد کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې له هغې وروسته ۳۴ زره او ۱۹۴ ته ورسېدې چې د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۲۸۶ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ټولو ښارونو کې ګرځندیز لرې شوی، خو ښوونځي او پوهنتونونه لاهم تړلي دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پربنسټ، په تېره یوه شپه او ورځ کې ۷۴۲ شکمنې بېلګې معاینه شووي دي.

همدارنګه په دغې موده کې پر کورونا ویروس ۱۴ اخته کسان هم مړه شوي او ۴۱ تنه نور روغ شوي دي.

له دغه شمېر سره د وژل شویو کسانو شمېر ۹۷۱ او د روغو شویو کسانو شمېر هم ۲ زره او ۸۸۲ تنو ته رسېږي. د فعالو پېښو شمېر ۱۲ زره او ۳۴۱ ته رسېږي.

په تېرو څلروېشتو ساعتونو کې ۸۳ مثبتې پېښې په کابل، ۸۱ په هرات، ۳۰ په بامیان، ۳۰ په بادغیس، ۱۶ په دایکندي، ۱۳ په بلخ، ۹ په کندوز، ۵ بغلان، ۳ میدان وردګ، ۳ پنجشېر، ۳ پروان، ۳ په لوګر، یوه یوه پېښه هم په لغمان او ننګرهار ولایت کې ثبت شوې دي.  
 
په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۰ تنه په کابل، دوه تنه په هرات، یو تن په تخار، یو تن په میدان وردګ کې مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې تراوسه ۷۸ زره او ۹۵۹ بېلګې معاینه شوي دي.

شریک یي کړئ