Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د کرونا ویروس د تشخیص لپاره یوه بل مرکز پرانیستل شو

په افغانستان کې د کرونا ویروس د اخته کسانو د شمېر له زیاتوالي سره، کابل کې د کووېډ نولس ناروغۍ د تشخیص یو بل مرکز پرانیستل شو.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې دغه مرکز په ۲۴ ساعتونو کې د سل پېښو د معاینې وړتیا لري او تر یوې بلې میاشتې به هېواد کې د ازموینې وړتیا به دوه زرو ته ورسېږي. 

دا کابل کې د کرونا ویروس یا د کووېډ ۱۹ ناروغانو د معاینې څلورم مرکز دی چې پرانیستل کېږي.
 
د عامې روغتیا وزارت وايي چې دغه مرکز د کرنې وزارت له لوري د روغتیا وزارت په واک کې ورکړل شوی دی.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز په دې اړه وايي:«که چېرې موږ وکړای شو د ورځې زر تر دوه زره مثبتې پېښې معلومې کړو، د دې ګټه زموږلپاره دا ده چې د ورځې ډېری کسان قرنطین او منزوي کړو او له ټولنې څخه یې لیرې وساتو چې روغ کسان ککړ نه کړي.»
   
د کرنې او اوبو لګولو وزیر نصیر احمد درانی هم څرګندوي:«در کرنې او اوبو لګولو وزارت له دغې همکارۍ سره، دم ګړۍ د کرنې وزارت په لابراتوارونو کې د ویروس د معاینې وړتیا سلو ته لوړه شي او موږ پروګرام لرو چې په ولایتونو کې هم تجهیزات لرو او ډېر ژر به په مزار کې هم مجهز لابراتوار هم د روغتیا وزارت په واک کې ورکړو.» 

د شمېرو له مخې تراوسه په افغانستان کې د څلورو بهرنیو سرتېرو په ګډون ۱۴۵ تنه د کرونا په ویروس اخته شوي دي چې له دې منځه څلور تنه مړه شوي او د پنځه تنو درملنه شوې ده.

خو لا هم  د حکومت د چلند په تړاو نېوکې کېږي. 

ښاغلي فیروز په دې اړه زیاته کړه:«د دې وخت نه دی چې حساب واخلو، د دې وخت دی چې همکاري وکړو، د دې وخت دی چې له یو بل سره مرسته وکړو. د دې پر ځای چې یو بل تورن کړو، زه ډېر خوښ یم چې هر څوک له ما حساب اخلي، هغه دی دولت له ما حساب اخلي.»

له دې سره هم مهاله په ولسي جرګه کې د لوېدیځ زون ځينې استازي په خپلو ولایتونو کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو د احتمالي شمېر د زیاتوالي خبره کوي او په دې برخه کې د حکومت د پاملرنې غوښتونکي دي. 

د ولسي جرګې غړی غلام فاروق مجروح په دې هکله وویل:«د ورځې په سلګونه تنه د هرات حوزوي روغتون په وړاندې لیکې جوړوي. خو له بده مرغه د تشخیصه کېټونو د نشون له امله نه شي کولای چې د ټولو نمونه واخلي.»

د ولسي جرګې غړی صادق قادري هم وايي:«د ورځې زموږ څلور تر پنځه زره کډوال د ایران له پولې د افغانستان خاورې ته رااوړي. او له بده مرغه هلته د غه ویروس د تشخیص لپاره هېڅ امکانات نشته.»

تر اوسه په کابل کې د کرونا ویروس دوه لابراتوارونه او په هرات او ننګرهار ولایتونو کې د کرونا ویروس یو یو لابراتور جوړ شوي دي.  د عامې روغتیا وزارت ټینګار کوي چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو په زیاتېدو سره به د کرونا ویروس د درملنې کچه هم لوړه شي.

شریک یي کړئ