Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د کورنیو هڅونه د دې لامل شوې چې له کورونا ویروس سره مبارزه وکړو'

هغه ډاکټران چې په هېواد کې د کووېډ نولس ناروغان په درملنه بوخت دي، وايي چې د کورنیو د غړو هڅونه د دې لامل شوې چې هغوی له هېڅ وېرې پرته، خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

عبدالبصیر منار یو له دغو ډاکټرانو دی چې د کندهار په مرکزي روغتون کې د کووېډ نولس ناروغانو په درملنه بوخت دی هغه وايي چې د کورنۍ د غړو هڅونه او د لوړې پر مهال خپلې ژمنې ته پاملرنه د دې لامل شوې چې په یوه شپه او ورځ کې ۱۲ ساعته د کووېډ نولس ناروغانو په درملنه بوخت وي.

دغه کندهاري ډاکټران له هېوادوالو غواړي چې دغه ناروغي جدي وګڼي.

هغه زیاته کړه:«دلته کار کول د دې په څېر دي چې په سنګر کې اوسېږو، ځکه چې زموږ له داسې دښمن سره مخ یوو چې په سترګو نه لیدل کېږي او دا ویروس، د بشر دښمن دی او موږ خپله وروستۍ هڅه کوو چې دغه دښمن ته ماته ورکړو.»

د ډاکټر بصیر همکارانو، له ګرځنډه ځیرک ټلېفون سره د هغه کړنې انځور کړې دي دغه کندهاري ډاکټر د ناروغانو له احوال پوښتنې وروسته د څو ساعته لپاره د هغوی درملنې ته دوام ورکوي.

هغه وايي چې د خپل کار له پيل نه مخکې، په ځانګړې خونه کې د ډاکټرۍ خوندي جامې اغوندي او وروسته ځي چې خپل ورځنی ماموریت ترسره کړي.

د ښاغلي منار همکار او بل ډاکټر عمر شاه هم وايي:«په ټوله نړۍ کې وضعیت کړکېچن دی او موږ ټول له خپل ټول ځواک سره هېڅ کله به د ستومانتیا احساس ونه کړو.»

د ډاکټر بصیر کورنۍ وايي چې د ډېرې اندېښنې سربېره دا چې خدای مه کړه بصیر منار په کووېډ نولس ناورغۍ اخته نه شي، هېڅکله د هغه د کار مانع شوي نه دي.

د دغه ډاکټر ورور اغا شیر منار وايي:«کله چې کندهار ته د کورونا ویروس مثبتې پېښې راغلې او د ورور مې ټول سر او کار له مثبتو پېښو سره و. ما خپل ورور ته وویل چې کور ته رانه شي او په دفتر کې وي د دې لپاره چې نه شي په کور کې د تاسو په خاطر کوم بل کس په دغه ویروس اخته شي. خو خوشحاله یم چې ورور مې د خلکو او هېواد په خدمت کې دی او دا زموږ ټولو لپاره د ویاړ لامل دی.»

تراوسه په کندهار کې ۲۹۹ تنه په کووېډ نولس ناورغۍ اخته شوي دي چې له دې ډلې، اوه تنه مړه شوي دي او اووه تنه نور هم روغ شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو پر بنسټ، تراوسه ۲،۱۷۱ تنه په هېواد کې په کورونا ویروس اخته شوي دي.

شریک یي کړئ