Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له کورونا سره د مبارزې کمېټې له۵۰۰مېلیون بودیجې۵۰ مېلیونه لګولې

د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي بیړنۍ کمېټې د معلوماتو له مخې په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو وروسته د مالیې وزارت دغې کمېټې ته پنځه سوه مېلیونه افغانۍ ورکړې دي. خو تر اوسه یوازې پنځوس ملیونه دا پېسې لګول شوي دي.

ویل کېږي چې دغه پیسې یوازې هېوادوالو ته د مرستې، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او د اداري ظرفیت جوړونې په برخه کې لګول شوې دي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره هم د درې مېلیارده افغانیو د لګښت څرنګوالی چې د حکومت لپاره ولایتونو ته په پام کې نیول شوې، څه نه دي ویلي.

د ولسي جرګې یو غړی، له کورونا سره د مبارزې لپاره ځانګړې بودیجې د نه لګېدو لامل به مسوولو بنسټونو کې د ظرفیت نشتون ګڼي.   

د ولسي جرګې غړی عظیم کبرزاني په دې اړه زیاته کړه:«موږ د دې په اړه اندېښمن یوو، ډېرې پیسې دې ولګول شي که چېرې اړتیا وي په ځانګړې توګه د روغتیا په برخه کې.»

د کابل د والي ویاند ناصر مهري هم وايي:«د دغې بودیجې یوه اصلي برخه مو د طبي تجهیزاتو او د کووېډ نولس روغتونو د تجهیزاتو د پېر په برخه کې چې ټاکل شوې بشپړ شي او د عامې روغتیا وزارت هغه موږ ته تسلیم کړي له تسلیمۍ وروسته دغه روغتونونه ډېر لګښت یعنې ۲۰۰ مېلیونه د طبي تجهیزاتو د پېر لپاره ولګول شي.»

بل خوا درې مېلیارده نورې افغانۍ د حکومت له لوري د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې ته سپارل شوي دي چې له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره ولایتونو ته ولېږل شي.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې تر دې وړاندې ویلي دي چې د دغو مرستو تر دوو مېلیاردو ډېرې پیسې لګول شوي، خو د هغو د لګول کېدو د څرنګوالي په تړاو یې څه نه دي ویلي.
 
د بدخشان د ولایتي شورا رییس احمد بشیر صمیم په دې اړه څرګنده کړه:«دا پیسې په ډېره پیمانه ولایتونو ته ورکړل شوي طبیعتاً باید به هغه کې روڼتیا او د حساب ورکړه وي چې اړمن خپل حق ته ورسېږي.»

بل خوا ځينې هېوادوال وایي چې د کورونا ویروس په پراخېدو سره په خلکو کې د بې وزلۍ او بې روزګارۍ سلنه هم لوړه شوې ده.

تر اوسه د حکومت او نړیوالو سازمانونو له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره ۱۵۵ مېلیونه ډالره لګول شوې چې له دې منځه شاوخوا اته دیرش مېلیونه ډالره د عامې روغتیا وزارت له لوري لګول شوي دي.

 پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۰زره او ۴۵۱ تنو ته رسېدلی دی او له دې منځه ۶۸۱ تنه وژل شوي دي.

شریک یي کړئ