د اندونیزیا په سولاویسي ټاپو کې د څونامي له کبله ۴۰۰ کسان وژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.
دا پېښه نن(شنبې د تلې په ۷مه نېټه) په داسې حال کې وشوه چې وروسته له زلزلې د اوبو کابودریوو مترو څپو ټاپو ته مخه کړه او د سولاویسي ټاپو یو شمېر برخې یې ورانې کړې.
په همدې حال کې اندونیزیايي چارواکي وايي زیانمنو سیمو کې د برېښنا پرېکېدل او د لارو ورانیدو د ژغورنې عملیات له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
په اندونیزیا کې له پېښو سره د مبارزې ادارې ویاند، سوتوپو پورو نوگروهو وویل:«ډېر شمېر قربانیانو د څونامي پر مهال ژوند له لاسه ورکړی دی. موږ داسې راپورونه ترلاسه کړي دي چې مړي پر ساحلي سیمو پراته دي. ښايي د پېښې د قربانیانوشمېر زیات ښي.»
د څونامي څپو در ډېره پالو او دونګالا ښارونو ته تللې برېښنا پرې کړې ده.
د اندونیزیا د پوځ یو قومندان، هادي تجاهجانتو وايي:«موږ د پوځ روغتیايي ډلې زیانمنو سیمو ته استولي دي تر څو د ژغورنې په عملیاتو کې برخه واخلي.»
اندونیزیا یو له هغو هېوادونو دی چې په کې ډېره زلزله کېږي. یوازې د تېرې میاشتې په ترڅ کې لومبوک ټاپو کې شوې زلزلې ۴۶۰ کسان ووژل.