د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی ډاکټر زلمی خلیلزاد وايي، امریکا د سولې لپاره بېړه لري.
هغه له «پې، بې، اس» خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي، د جګړې ټولې غاړې پر دې باور دي چې باید روانه جګړه په خبرو ختمه شي.
ښاغلي خلیلزاد ویلي دوی هم او حکومت هم سیاسي حل غواړي: «موږ باوري یو او د طالبانو په ګډون ټولې جنګي خواوې وايي چې له نظامي لارې بیا ته نهشي رسېدلی او افغان حکومت هم وايي چې یو سیاسي حل غواړي، موږ هم وايو چې سیاسي حل غواړو.»
نوموړي یو ځل بیا پر دې ټینګار کړی چې باید تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې د خبرو اترو په برخه کې یوې پایلې ته ورسېږي.
هغه وویل: «دا به ښه وي، چې تر ولسمشریزو ټاکنو ړاندې له طالبانو سره توافق ته ورسېږي، چې په دې ډول به په ټاکنو کې طالبانو ته هم د ګډون زمینه برابره شي.»
ښاغلی خلیلزاد په داسې حال کې د سولې په برخه کې د واشنګټن د بېړې خبر ورکوي، چې ژینو کنفرانس کې ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې هم پر سولهییز حل ټینګار کړی دی.