د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د فیض اباد ښار د اومې ناحیې د جوماتونو یو ملاامام له طالبانو سره د همکارۍ په تور ونیو.
د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري وايي چې دغه ملا امام له طالبانو سره د همکارۍ په تور نیول شوی او له هغه څخه وسلې هم ترلاسه شوي دي.
نظري په دې اړه زیاته کړه:«د هغه راپور پر بنسټ چې ملي امنیت موږ ته راکړی، هغوی د جومات یو ملا امام له ترهګرو سره دهمکارۍ په تور نیولی او اوس دغه ملا له ملي امنیت سره دی او ترې څېړنې روانې دي.»
خو مولوي نورالحی د ځان پر وړاندې ټولې دغه ادعاوې ردوي.
هغه په دې اړه وویل:«زه د ماسپښین له لمانځه وروسته کور ته راغلم. د کتاب پر مطالعې بوخت وم، کله چې بیرون ته راووتم ومې لیدل چې د دولت عسکر راغونډ دي او وسله یې په لاس نیولې ده؛ نه پوهېږم چې وسلهیې له کومه کړې- زما نه وه اوس زه محصل یم او همدارنګه د حضرت بلال جومات ملا امام هم یم.»
اخوا د بدخشان اوسېدونکي له مسوولو ادارو غواړي چې د طالبانو د نفوذ د مخینوی لپاره پر جوماتونو څارنه ولري.
د مدنې ټولنې فعال سمیع الله سیحون په دې اړه وویل:«واقعاً دا د اندېښنې وړ ده؛ جوماتونه چې د ښوونې او عبادت ځای دی، هغه ځایونه پر پوځي اډو بدل شوي دی.»
له دې سره د بدخشان اوسېدونکي همدارنګه له عدالي او قضايي بنسټونو غواړي چې د جومات پر دغه ملا امام قانون پلی کړي.