ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو د نوملیکنې په وروستۍ ورځ، ولسمشر اشرف غني هم په رسمي توګه ځان د راتلوونکي کال ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نوماند کړ.
ښاغلي غني نن (یکشنبې د مرغومې په ۳۰ مه) له غرمې وروسته له خپلو مرستیالانو هر یو امرالله صالح او سرور دانش سره د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ځان نوماند کړ.
امرالله صالح د اشرف غني له ټاکنیزې ډلې سره تر یوځای کېدو مخکې د ۲۷ ورځو لپاره د کورنیو چارو وزارت سرپرستي وکړه، او تر دې وړاندې د ملي یووالي حکومت په امنیتي بنسټونو کې د اصلاحاتو په چارو کې د دولت وزیر په توګه هم کار کړی و. صالح همدارنګه د حامد کرزي د حکومت پر مهال د ملي امنیت د عمومي رییس په توګه دنده درلوده.
سرور دانش چې په راتلوونکو ټولټاکنو کې د اشرف غني د دویم مرستیال په توګه راڅرګند شوی، دمګړۍ هم د ولسمشر اشرف غني دویم مرستیال دی. دانش له ۲۰۱۴ کال راهیسې په ملي یووالي حکومت کې د ښاغلي غني د دویم مرستیال په توګه کار کوي.
ښاغلي غني د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې تر نوملیکنې وروسته په خپله وینا کې د خپلې ټاکنیزې ډلې راتلوونکي پروګرامونه تشریح کړل. هغه وویل کهچېرې په راتلوونکو ټاکنو کې بریالی شي، سوله به تامین کړي.
هغه څرګنده کړه:«موږ د یوه کړېدلي او با عزته ملت په همکارۍ سوله راولو، خو سوله له چا په دروېزه نه غواړو.»
هغه زیاته کړه:«دولت یو مسوولیت دی نه غنیمت؛ دولت باد راوړې شتمني نه ده چې د ځينو ترمنځ ووېشل شي.»
ولسمشر همدارنګه له توند غبرګون سره، د لنډ مهاله حکومت د رامنځته کېدو د ګنګوسو له ردولو سره وویل:«خلک لنډمهاله حکومت نه مني، په سلو کلونو کې یې هم نه مني؛ افغانستان د چا ډالۍ نه ده چې موږ ته یې راکړې وي. موږ افغانستان په خپله وینه ګټی او په خپله وینه به یې ساتو.»
هغه د لنډمهاله حکومت د رامنځته کېدو طرحه چې د سولې خبرو اترو ته د طالبانو د راکاږلو لپاره د امریکا له هڅو سره هم مهاله مطرح شوي «احمقانه» وبلله.
هغه څرګنده کړه:«کهچېرې څوک داسې احمقانه طرحې لري او څو پخواني مامورین چې زما د شاګردۍ وړتیا یې هم نه لرله، راغلي د لنډمهاله حکومت طرحه وړاندې کوي، بیا دې فکر وکړي.»
هغه له طالبانو وغوښتل چې د پاکستان له ادرسه نه بلکې له خپلې پتې مذاکره پیل کړي:«طالبان دوه ټاکنې لري؛ کهچېرې غواړې پاکستان او یا هم نور هېوادونه له هغوی استازیتوب وکړي او یا دا چې غواړي د افغانانو په توګه له ځانه استازیتوب وکړي. کهچېرې غواړي پاکستان یې استازیتوب وکړي، چې موږ له پاکستان سره خبرې وکړو، خو کهچېرې د افغان په توګه راځي له عزت سره دې کور ته راشي.»
ولسمشر په ټاکنیزو بنسټونو کې پر اصلاحاتو هم ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه چې په کمېسیون کې د اصلاحاتو پر راوستو له سیاسي بهیرونو، څارونکو بنسټونو او خلکو سره همغږی دی:«زه د افغانستان سیاستوالو، څارونکو بنسټونو او د افغانستان د خلکو غوښتنې سره چې په ټاکنیزو بنسټونو کې اصلاحات غواړي همغږی یم؛ اصلاحات اړین دي او راتلوونکي دي.»
د ولسمشرۍ لپاره د نوم لیکنې بهیر د مرغومې میاشتې په ۱۳مه پیل شو. تر اوسه ولسمشر غني، اجرايیه رییس عبدالله عبدالله، د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر او د ملي امنیت پخواني رییس، رحمت الله نبیل په ګډون ۱۴ تنو خپل نومونه لیکلي دي.
د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوملیکنې بهیر نن(د مرغومې په ۳۰مه نېته) پایته رسیږي. ټاکل شوې د ورځې ترپایه پنځه تنه نور نوماندان هم نوملیکنه وکړي.
ولسمشر غني د نوملکنې پرمهال د خپلې وینا په ترڅ کې افغان امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چې د ولسمشرۍ ټاکنو د ټولو نوماندانو ساتنه وکړي.
د ولسمشر دوو راتلونکو مرستیالانو، امرالله صالح او سرور دانش هم په وار سره ویناوې درلودې. ښاغلي صالح د هغه په وینا په نظام کې د ننه د ویجاړیو پر بیارغونې ټینګار وکړ او ښاغلي دانش هم د صحرايي محکمو پر پای.
په همدې حال کې ښاغلي دانش د ولسمشريزو ټاکنو پر نوماندانو هم نیوکې وکړې او څرګنده یې کړه په داسې حال کې چې ټاکنیز کمپاینونه نه دي پيل شوي، خو یو شمېر نوماندانو پر ټاکنیزو ناندرو لاس پورې کړی دی.