د ولسي جرګې پخوانی غړی او د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماند عبیدالله بارکزی کندهار کې د ناپېژانده وسلهوالو له خوا په ډزو ووژل شو.
د کندهار امنیه قومندان تادین خان د دې پېښې له پخلي سره وايي چې ناپېژانده وسلهوالو کسانو نن (شنبې د وري درېیمه نېټه)له غرمې مخکې د کندهار ښار د شپږمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې په ډزو سره وژل شوی دی.
عبیدالله بارکزی ۶۰ کلن وو او د ولسي جرګې په شپاړسمې دوره کې، د ارزګان د خلکو استازی و.
هغه د تېر کال ولسي جرګې ټاکنو ته هم ځان نوماند کړی و.
تراوسه کوم کس او یا هم کومې ډلې د هغه د وژنې مسوولیت نه دی منلی او امنیتي ځواکونه هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
بلخوا طالبانو په خپله اړونده ټوېټر پاڼې کې په دغې پېښه کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.