د هېواد ملي لوبډلې لوبغاړی، نبي عیسی خېل چې اوس مهال د هند کریکټ غوره لیک کې د سن رایزرس حیدرآباد لوبډلې سره لوبه کوي، تېره شپه(یکشنبې د وري په ۱۱مه نېټه) د چلنجرز بنګلور لوبډلې پر وړاندې ښه لوبه وکړه.
نوموړي د غوره توپ اچوونې سره ۴ ویکټې واخیستې.
سن رایزرس لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۱۸ منډو په توپیر ماته ورکړه.
لوبه سن رایزرس پیل کړه چې په ۲۰ اورنو کې یې د دوو ویکتو په له لاسه ورکولو سره یې د ۲۳۱ منډو هدف وټاکه.
یادې لوبډلې ته جاني بریستوو او دیویډ وارنر ښه توپ وهنه وکړه، بریستوو ۱۱۴ اودیوید ۱۰۰ منډې د خپل ټیم لپاره ترسره کړې.
د سن رایزرس پر وړاندې چلنجرز لپاره چاهال وتوانید چې د خپلې سیالې لوبډلې یو لوبغاړی وسوځوي.
یادې لوبډلې د توپ اچوونې په برخه کې ښه لوبه ونه کړه او لوبه یې د ۱۱۸ منډو په توپیر وبایلله.