د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډل مشر د پاکستان په وړاندې لوبه کې له خپلې توپ اچونې په اړه چې د کرېکټ د نړیوال جام سیالیو په چوکاټ کې د شنبې په ورځ وشوه دفاع وکړه.
هغه زیاته کړه چې د لوبې پایله ښه نه وه:«ما داسې احساسول چې هغوی (پاکستاني لوبغاړي به) هر توپ اچوونکی په نښه نه کړي. هره لوبډله خپل پلان لري او ما فکر وکړ چې شپږ څلوېښتم اور حساس دی او توپ اچونه مې وکړه چې په پایله کې یې ۱۸ منډې راغلې او دا واقعاً ښه نه وه.»
نایب په یوه اور کې پاکستان ته ۱۸ منډې ورکړې چې د دغه اور له امله د هېواد ملي لوبډلې لوبه پاکستان ته بایلوله.
هغه زیاته کړه:«کهچېرې حمید په لوبه کې وايي، ما به له درې او څلورو اورو ډېر نه کول؛د دې لپاره چې زما سرعت کم و.»
د هېواد د کرېکټ لوبډلمشر چې د پاکستان په وړاندې لوبه کې یې کړنه له نیوکې سره مخ شوې، د پاکستان د ملي لوبډلې ستاینه وکړه.
نایب وویل:«زه فکر کوم چې پاکستان تر فشار لاندې و؛ خو امتیاز هغوی ته ورکول کېږي چې څه ډول لوبه یې وکړه او لوبه یې وګټله.»
افغانستان د شنبې په ورځ د پاکستان په وړاندې خپله لوبه بایلوده او له دې سره د نړیوال جام سیالیو کې دا یې اتمه پرلهپسې ماته ده.
ټاکل شوې ده چې د کرېکټ ملي لوبډله تر راتلوونکو څلورو ورځو خپله وروستۍ لوبه د ویسټ انډيز په وړاندې ډګر ته ورودانګي.