د بغلان د ولایتي شورا ځینې غړي وايي چې د کندوز - بغلان لویه لار د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې له امله تړلې ده.
د بغلان د ولایتي شورا یو غړی زیاتوي چې تېره ورځ ماښام کله چې د ملي پوځ د موټرو کاروان د «چهارشنبې تيپه» او «جرخشک» له سیمې تېرې ده د طالبانو له ډلهییز برید سره مخامخ شو او نښتې پیل شوې.
د بغلان د ولایتي شورا د دغه غړي په وینا، دغو نښتو د جمعې ورخې له غرمې وروسته هم دوام درلود.
له دې سره هممهاله نن (جمعه د چنګاښ په ۲۱مه) کابل کې د بغلان ولایت یو شمېر اوسېدونکي راټول شوي او د هغه څه په اړه اندېښنه څرګندوي چې په دې ولایت کې یې د ناامنۍ زیاتوالی بولي.
د بغلان اوسېدونکي خبرداری ورکوي که حکومت ډېر ژر د دې ولایت ناامنیو ته پام ونه کړي په بغلان کې به امنیتي وضعیت لاخراب شي.
په کابل کې د بغلان د خلکو د سمون شورا رییس جمعه خان وویل:«نن دولت د بغلان خلکو ته پاملرنه نهلري. د خلکو امنیت او لویو لارو ته چې خلک له هغه ځایه تګ راتګ کوي، پاملرنه نه لري.»
د بغلان په ګاونډ کندز کې هم د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوې دي.
خو اوس امنیتي ځواکونه وايي په امام صاحب ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو په لړ کې ۶۰ طالبان مړه او ټپيان شوي دي، خو طالبانو دا ادعا نه ده منلې.
د کندز امنیه قوماندان منظور ستانکزی وايي:«زیانمنونکې سیمې پاکې شوې دي او اوس په هغې سیمه کې چې تاسې یاست، وینئ چې د هېڅ منفي عکس العمل شاهند نه یوو او د هېوادوالو اندېښنې رفع شوې دي.»
په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د بغلان ولایت ترڅنګ د هېواد په دوولسو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او د دولت د مخالفو وسله والو ترمنځ نښتې روانې دي.
د دفاع وزارت ویاند روحالله احمدزی وايي:«نه یوازې په بغلان د افغانستان په هر ولایت چې ترهګر او د دولت مخالف وسلهوال وي عملیات ترسره کېږي.»
امنیتي مسوولین په داسې حال کې چې د افغان ځواکونو د تلفاتو د شمېر په هکله مالومات نه ورکوي خو وايي مخالفو وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
په وروستیو ورځو کې په لوګر، پکتیکا، بدخشان، هرات، بلخ، فاریاب، جوزجان، کندوز او د هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې د افغان ځواکونو او د دولت د مخالفو وسله والو ترمنځ نښتې شوې دي.