د حج او اوقافو وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست د ولسي جرګې د پخواني غړي ملاتره خېل او پنځو نورو تنو چې هغه ته نږدې کسان دي، تره ورځ د ولسمشرۍ ماڼۍ په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال توهین او ورته سپکاوی شوی دی او هغو له هغه سره لفظي شخړه لرلې ده.
د حج او اوقافو وزارت په یوې اعلامیه کې راغلي دي چې له دغو کسانو دوه تنه، شاه وزیر او حاجي خان تره خېل د ولسي جرګې پخواني غړي وو.
اعلامیه کې همدارنګه لیکل شوي چې دغو «زورواکو» له دې مخکې هم هڅه کړې وه چې په زور سره د حج او اوقافو سرپرست د خپلو غوښتنو منلو ته اړ کړي.
د حج او اوقافو وزیر له ولسمشر څخه غواړي چې دا پېښه تعقیب کړي.
بلخوا ملا تره خېل او هغه ته نږدې کسانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دې اړه مو اندونه