Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عدلیې وزارت: د ملاتره خېل ښارګوټي څه باندې ۲۰۰۰ جریبه ځمکه غصب شوې

د عدلیې وزارت وایي، چې د ملا تره خېل په ښار ګوټي کې څه باندې ۲۰۰۰ جریبه ځمکه، د غصب د مخنیوي کمېسیون له خوا مشخصه شوې چې غصب شوې ده.

د عدلیې وزارت چارواکي وايي، په یوشمېر ولایتونو کې د دولتي ځمکو د غصب په اړه څېړنې روانې دي او تر دې دمه زرګونه جریبه غصب شوې ځمکې په ګوته شوې دي.

د دغه وزارت ویاند وایي، د ملاتړه خېل په ښارګوټي کې د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون تخنیکي ټیم د څېړنو په پایله کې دغه ځمکه مشخصه شوې ده.
 د عدلیې وزارت ویاند عبدالحمید جهادیار وویل:«په دې فرمان کې ۳۴۹۷۷.۸۷ جریبه ځمکه شامله ده او له هغې ور اخوا ۲ زره او ۵۴ جریبه ځمکه نوره هم د یادې سیمې د یو شمېر غاصبینو له لوري غصب شوې ده.»

خو ملا تره خیل وایي، په دې ښارګوټي کې دولتي ځمکه نه ده غصب شوې او د دغه ښارګوټي رسمي سندونه په واک کې لري.

د ملا تره خېل ښارګوټي استازی ملا تره خېل محمدي وايي:«موږ نه غواړو چې یو متر ځمکه هم د امارت دې ولس ته راشي او ولس هم نه غواړي، چې یو متر ځمکه دولت سره پاتې شي.»

د ملا تره خېل ښارګوټي اوسېدونکی غازي تره خېل هم وویل:«موږ د خپلو ځمکو هر څه اسناد لرو، هېڅ غصب دلته نه دی شوی او موږ ډاډ ورکوو، چې دلته ځمکې نه دي غصب شوي.»

بل خوا د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وایي، ټولې غصب شوې ځمکې باید له غصب کوونکو راوګرځول شي.

د کابل اوسېدونکی پسرلی عبدیانی په دې هکله څرګندوي:«که دولتي یا شخصي ځمکې د ځورواکو او یا هر کس له لوري غصب شوې وي، نو اسلامي امارت باید دغو ځمکو ته جدي پاملرنه وکړي.»

د کابل اوسېدونکي محمد متین دانشیار هم وویل:«هر چا چې ځمکې غصب کړې وي باید بېرته د دولت ملکیت ته راوګرځول شي. موږ په دې تړاو د ترسره شوي اقدام هرکلی کوو.»

د عدلیې وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ تراوسه په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۰۰ زره جریبه ځمکه څېړل شوې چې له ډلې يې۲۵۰ زره جریبه غصب شوې ځمکې پيژندل شوې دي.

شریک یي کړئ