Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولان: د هرات په کشک ولسوالۍ کې ۵۰ زلزله ځپلو کورنیو ته کورونه جوړ شول

د هرات ولایت د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په یوه زلزله ځپلي کلي کې د زلزلو قربانیانو ته پنځوس کورونه جوړ شول.

د دغې ولسوالۍ په احمد اباد کلي کې نوي جوړ شوي کورونه چې دوه خونې او یو کوچنی دهلیز لري په هر یوه یې شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت شوی دی.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي و ویل: «دا کورونه په معیاري توګه جوړ شوي دي او لکه څنګه چې اسلامي امارت ژمنه کړې وه چې دا کورونه به په یوه نیمه میاشت کې جوړیږي، جوړ شول او خلکو ته وسپارل شول.»
د ساختماني شرکت مسوول غلام محبوب علي زاده طلوع نیوز سره خبرو کې داسې و ویل: «دا کورونه مقاومت لري ځکه هغه مهال چې دا کورونه جوړېدل لا هم د زلزلو لړزې وې خو هېڅ ستونزه پیدا نه شوه.»

زلزله ځپلي له دې امله چې له میاشتو وروسته د سرپناه خاوندان شوي، خوښ دي.

خو په وینا یې تازه جوړ شوي کورونه، تشناب او پخلنځی نه لري او اړتیا ده چې د حکومت او مرستندویه بنسټونو له لوري ورته جوړ کړای شي.

د هرات د کشک رباط سنګي ولسوالۍ اوسېدونکي فقیر احمد و ویل: «دا کورونه چې جوړ شوي هېڅ نه لري، نه تشناب نه حمام او نه پخلنځي، د کوټو د ننه هم پکې څه نشته نه فرش نه لوخي.»

د هرات د کشک رباط سنګي ولسوالۍ اوسېدونکي غلام محی الدین په دې اړه و ویل: «یو کور او د کورنۍ لس غړي دا ډېره ستونزمنه ده ځکه په کورنیو کې مجردې نجونې او هلکان هم شته.»

هرات کې د سیمه ییزو بنسټونو د شمېرو پر بنسټ، د دغه ولایت په زلزله ځپلو کلیو کې ۳زره او ۶۶۶ کورونه جوړیږي.

د ځینو کورونو رغنیزې چارې پایته رسیدلې دي او تمه ده راتلونکو ورځو کې سلګونه نور کورونه هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

هرات کې له ویجاړوونکو زلزلو د څه باندې درې میاشتو تیریدو وروسته، ډیری زلزله ځپلي د ژمي په سړه هوا کې، تر خیمو لاندې ژوند کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه