Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات په زلزله‌ځپلي قلعه نو کلي کې د یوه ښارګوټي د جوړېدو د کار پېل

د هېواد د استخباراتو عمومي ریاست د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ په زلزله‌ځپلي قلعه نو کلي کې د یوه ښارګوټي د جوړېدو کار پېل کړی دی.

دغه کلی په زلزله کې په بشپړه توګه ویجاړ شوی او د هغه اوسېدونکي تر خېمو لاندې ژوند کوي.

 دا ښارګوټی د ۲۴ مېلیون افغانیو په لګښت چې د استخباراتو عمومي ریاست د کارکوونکو له خوا مرسته شوي دي جوړېږي.

د تړوني شرکت مسوول نذیر احمد نوري وايي:«له استخباراتو سره زموږ ژمنه دا ده چې د لړم په لومړۍ نېټې د دغې پروژې پېل و او د لیندۍ په ۱۵مه بشپړېږي یعنې په ۴۵ ورځو کې باید دغه ۳۵ بلاکونه بشپړ شي.»

د تړوني شرکت بل مسوول محمد نادر هم څرګندوي:«دا (هغه کورونه چې په دغې سیمه کې جوړېږي) د انجنیرانو په وینا، د زلزلې په مقابل کې د ریکټر په کچه تر ۸ درجو پورې مقاومت لري.»

د چارواکو په وینا، په دغه ښارګوټي کې پر هر کور پنځه سوه زره افغانۍ لګښت راځي، چې دوې کوټې، یو دهلیز، پخلنځی او حمام په‌کې شامل دي.

ټاکل شوې چې د دغه ښارګوټي لپاره یو ښوونځی او یو جومات هم د استخباراتو عمومي ریاست له لوري جوړ شي.

د سیمې اوسېدونکي چې دا مهال تر خیمو لاندې ژوند کوي، د دغه ښارګوټي جوړېدو ته خوښ دي.

د هرات زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکی محمد داوود وايي:«دا سیمه چې ده شدید بادونه هم لري او په ژمی هم راروان دی، له امکاناتو پرته په یوې خېمه کې ژوند ډېر ستونزمن دی.»

د هرات زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکی نذیر احمد هم څرګندوي:«مهمه سرپناه ده، ځکه دلته هوا سړېږي او که‌چېرې سرپناه نه‌وي نو باید په دغو خېمو کې ژوند وکړو.»

په دغه کلي کې د وروستۍ زلزلې له امله ۶۵ کسانو ژوند بایللی او تر ۴۰ زیات ټپیان شوي دي. په دغه ښارګوټي کې د ۱۴۰ کورنیو لپاره کورونه جوړېږي.

کارګر نصیر احمد وویل:«زموږ هڅه دا ده چې د ژمي له رارسېدو مخکې دغو کورنیو ته یوه سرپناه جوړه شي.»

د هرات په ډېریو زلزله‌ځپلو سیمو کې د خلکو لپاره د کورونو جوړول پېل شوي دي. د سیمه‌ییزو مسوولینو په وینا تمه ده، د ژمي موسم تر رسېدو وړاندې، د زلزله‌ځپلو لپاره  ۲۱۴۶ کورونه جوړ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه