د بهرنیو چارو وزارت وايي د افغان سولې په تړاو خبرې اتري پیل شوي او شوني ده چې ډېر ژر دغه خبرې په رسمي توګه له سره پیل شي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د امریکا او طالبانو د استازو تر منځ د خبرو له پيلېدو لپاره بحثونه پېل شوي دي او احتمال لري چې دا خبرې ډېر ژر له سره پېل شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي په دې اړه وویل:«شونې ده چې موږ ډېر ژر د طالبانو، نورو لورو او افغانستان اسلامي جمهوري ترمنځ د سولې خبرو اترو د بیا پیل شاهد واوسو.»
دویمه ورځ ده چې د طالبانو استازي په اسلام آباد کې دي او د پاکستان د حکومت له جګپوړو چارواکو سره خبرې کوي.
د سولې له خبرو خبرې سرچینې وایي چې ټاکل شوې ده ؛ د طالبانو استازي دوه ورځې نور هم په اسلام آباد کې وي او د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي اسازي زلمي خلیل زاد سره نارسمي ناستې لري.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دا ځل پاکستان د سولې خبرو د بیا پيلېدو لپاره هڅې کوي او له همدې امله یاد هېواد د طالبانو مشران ور بللي دي.
ښاغلي احمدي په دې اړه څرګنده کړه:«سوله له لومړیتوبونو څځه ده. هیله ده چې دا ځل پاکستانیان د مذاکرې مېز ته د طالبانو له راکاږلو سره له افغان دولت سره صادق او عملي کار وکړي.»
خو تېره ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ وویل چې له طالبانو د پاکستان کوربتوب د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټولو اصولو او اړیکو پر خلاف کار دی.
د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وویل:«له هغې ډلې کوربتوب چې لاهم په تاوتریخوالي لاس پورې کوي، د هېوادونو ترمنځ د ټولو اصولو او اړیکو پر خلاف دی او زموږ تمه همدا ده هغه ډلې چې لاهم ترهګرې ډي او د سولې لپاره ژمنه نهلري داسې کوربتوب ترې ونهشي چې له بده مرغه د افغانستان په جګړه کې له یوه دریځه خبرې وکړي.»
بلخوا یو شمېر سرچینو رویټرز اژانس ته ویلي، چې زلمي خلیلزاد د دواړو خواوو تر منځ د باور جوړونې لپاره په اسلام اباد کې د وسلوالو طالبانو له مشرانو سره لیدلي دي.
له دې سره هم مهاله داسي مالومات ورکړل شوي، چې د امریکايي پلاوي او طالبانو تر منځ به یوه ناسته په بیجینګ تر سره شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل په دې اړه وویل: «دواړو خواوو هوکړه کړې چې د سولې خبرو له سره پیلېدل یوه اړتیا ده؛ د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې پاکستان ژمن دی څو په دې برخه کې له ټولو هڅو ملاتړ وکړي.»
د سولې د انسټيټیوټ رییس داور نادي هم څرګنده کړه:«د افغانستان خلکو او حکومت له هر فرصت څخه استفاده کوي چې د سولې په اړه خبرې پیل شي او جریان پیدا کړي، خو په دې بڼه نه وي چې په افغانستان کې دوه ډلې رامنځته کړي.»
بل پلو په کابل کې د سولې له خبرو خبرې سرچینې وایي چې احتمال لري؛ ډیر ژر د امریکا او طالبانو د استازو تر منځ په پکن کې یوه غونډه جوړه شي.
د امریکا او طالبانو د استازو تر منځ خبرې یوه میاشت وړاندې د کابل په شش درک کې د یوه امریکایي سرتېري له وژل کېدو وروسته ودرول شوې.