د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې له هېواده قاچاق شوی لرغونی اثر دغه وزارت ته سپارل شوی دی.
یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي دغه تاریخي اثر د بودایې پېر له دریمې تر څلورمې پیړۍ اړوند ګڼل کیږي او په هانګکانګ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، محمد رسول باوري ته د افغانستان د یوه خواخوږي ګبریل شاین له خوا تسلیم شوی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال څرګنده کړې چې یاد وزارت ژمن دی څو خپل تاریخي قاچاق شوي آثار بیرته هېواد ته راوګرځوي.
ښاغلي شاین همداراز د یاد لرغوني توکي د سپارلو پرمهال ویلي:« دا اثر مې څو کاله وړاندې تر لاسه کړی وو او هغه مهال په دې پوه شوی وم چې دا د افغانستان اړوند دی خو تر اوسه داسې مناسب فرصت نه وو پيدا شوی چې دا اثر خپل اصلي ټاټوبي ته وکرځوم.»
خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې:«ښاغلي باوري په دې مراسمو کې له نوموړي څخه له زړه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې نوموړی به له دیپلوماتیکې لارې وستایې.»
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه اثر د یونیسکو په نړیوال کتاب کې ثبت او راجستر دی او د افغانستان ملي موزیم په کټلاک کې یې هم انځور شته.
خبرپاڼه وايي دا اثر د شترک د سیمې له آثارو شمېرل کیږي چې ډېر ژر به هېواد ته ستون او په ملي موزیم کې به نندارې ته کیښودل شي.