Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رویټرز: چین له خپل دین او کلتوره د دتبتیانو د لیري کولو هڅه کوي

رویټرز خبري اژانس په خپل یوه راپور کې د چین لخوا له خپل دین او کلتوره د تبتیانو د لیري ساتلو پرده پورده کړې ده.

د راپور له مخې، چین نه یوازې په سینکیانګ کې د مسلمانانو په فرهنګي او مذهبي ځپلو بوخت دی، بلکې د دغه هېواد کمونیست ګوند هڅه کوي چې تبتیان هم خپل دین او کلتور هېر کړي.

د تبت سیمې مرکز، لهاسا ښار کې پر دېوالونو د کمونېست ګوند شعارونه لیکل شوي، هغه څه چې د تبتي بودایانو دین او فکر بدلون کې یې اغېزه درلودلې ده.

Tibet

د تبت اوسېدونکې، سونم تنپا څرګندوي:«د خپلې کورنۍ لپاره د ښه ژوند برابرولو لپاره باید کار وکړم. له همدې کبله دیني فعالیتونو لپاره وخت نلرم، خو نه وایم چې بودیزم مې بشپړه هېر کړی دی.»

چیني چارواکي دا پروګرامونه د بې وزلۍ کمولو په موخه بولي.

د تبت خودمختارې سیمې رییس، چه دالها څرګندوي:«تر هغې چې تبتیان سخت کار وکړي، حزب ته غوږ ونیسي او تګلارې یې عملي کړي، ښه راتلونکی به ولري.»

خو د بشري حقونو څار بنسټ وايي چې د بې وزلۍ کچې کموالي پروګرام باید د خلکو دیني ازادیو سره کار ونلري.

د بشري حقونو څار بنسټ د چین برخې مسوول، سوفي ریچاردسن بیانوي:«چیني چارواکو، دین، ژبه، کلتور او د تبتیانو رسم کمونېست ګوند ته د وفادارۍ لپاره غواړي چې یو ګواښ دی، له دې اړخه د دغه فرهنګ له منځه وړل تبت کې د چین د کمونیست ګوند حاکمیت مهمه برخه ده.»

بزګر، تنزین وايي:«د حزب غړي نشي کولی چې په دین باور ولری. دا منع ده.»

Tibet

مخکې له دې چې ۱۹۵۰ زیږدیز کال کې چیني ځواکونه د تبت سیمه ونیسي، خودمختاره سیمه وه. یاد کال کې د تبت بودایانو مشر، دالای لاما له سیمې ولاړ او هند کې یې خپل تبعیدي حکومت رامنځته کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د چین حکومت دا تورونه نه مني او وايي چې تبت کې یې ټول پروګرامونه د فقر کموالي په موخه دي.

شریک یي کړئ