د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشر او د ولسمشرۍ نوماند، عبدالله عبدالله د رایو بیا شمېرنې بهیر د درېدو غوښتنه کوي.
نوموړي نن(یکشنبې د لړم په ۱۹مه نېټه) کابل کې د لویې جرګې په تالار کې د خبرو پرمهال، دا بهیر "غیرقانوني" وباله او ګواښ یې وکړ چې که دا بهیر ونه درول شي، نور ګامونه به پورته کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره ورځ د ټول هېواد په کچه د ۸۲۵۵ محلونو د رایو بیا شمېرنه او تفتیش پیل کړ.
د کمېسیون دې پریکړې سره د عبدالله عبدالله په مشرۍ د "ثبات او همپالنې" د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د "سولې او اسلامي عدالت" او د رحمت الله نبیل په مشرۍ د "امنیت او عدالت" ټاکنیزو ډلو خپل مخالفت څرګند کړ.
همداراز ښاغلي عبدالله د نن ورځې په ناسته کې وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې د ۳۰۰زره رایو د برخلیک په اړه خلکو ته ځواب ورکړي.
هغه د خپلې ټاکنیزې ډلې له څارونکو وغوښتل چې د رایو بیا شمېرنې بهیر کې دې ګډون نه کوي.
د ولسمشرۍ دغه نوماند خبرداری ورکړل چې که د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایو بیا شمېرنه او تفتیش ونه دروي او له کبله یې هېواد د ناورین خوا ته ولاړ شي، مسوولیت به یې د هغو کسانو په غاړه وي چې قانوني او د ټاکنو کمېسیون د کړنلارو سره یې سم چلند نه دی کړی.