په نوي ډېلي کې ځينو معترضانو، د اقلیمي بدلون او هغه څه چې دغې ښکارندې ته د حکومت کمه پاملرنه بلل کېږي په لاریون لاس پورې کړی دی.
دغه اعتراض د اقلیمي بدلون په وړاندې د نړیوالو لاریونونو یوه برخه وه.
د دغه لاریون ډېری ګډون کوونکي ځوانان دي او وايي چې حکومت د اقلیمي بدلون د مخنیوي لپاره د اړتیا تر کچې کار نه کوي.
هغوی په نوي ډېلي کې ځانونه مړه اچولي څو د اقلیمي بدلونونو اغېزې ډاګیزه کړي.
دغه زده کړیالان او نور هندي معترضان د دغه هېواد له حکومته غواړي چې د اقلیمي بدلون د مخینوي لپاره باید ډېر کار وکړي.
یو هندي زده کړیال وویل:«که چېرې سیاست ستاسو په وړاندې خنډ وي، نه شئ کولای د لویو بدلونونو په اړه خبرې وکړئ. اقلیمي بدلون دوام لري او حکومت باید د خلکو ساتنه وکړي. دغه بدلونونه پر خلکو ډېره اغېزه لرلی شي. په هند کې ډېری بزګر اړ دي چې کلیوالې سیمې پرېږدي او ښارونو ته راشي؛ ځکه چې د اوبو د کچې له کموالي او ګرمې هوا سره نه شي کولای، چې په کلیو کې کار وکړي.»
دغه لاریونونه د نوي ډيلي ښار په څو برخو کې د زده کړیالانو او زده کوونکو له خوا په لاره اچول شوي وو.
معترضان له اقلیمي بدلون سره په مبارزه کې د حکومت او خلکو ونډه ډېره مهمه ګڼي.
یو هندي زده کړیال وايي:«هر څوک چې په ډیلي کې ژوند کوي لیدلي چې د ژوند کولو چاپېریال تر ټولو بد دی. په دې وروستیو لوګی دیوه خراب وضعیت پیل دی. موږ له ټولو د حکومت او خلکو په ګډون غواړو پوه شي چې اوس له یوه
بیړني اقلیمي حالت سره مخامخ یوو او باید په بیړه له هغه سره مخام شو. یوازې د چاپېریال ساتنې یوڅو کار کوونکي نه شي کولای چې کار وکړي، ټول باید یوځل سره کار پیل کړو.»
دغه لاریونونه په داسې حال کې کېږي چې د چاپېریال ساتنې د چارو کارپوهانو په بې مخینې توګه د ځمکې د ګرمېدو په اړه ګواښ کړی دی.
د چارو دغه کارپوهان وايي چې د ګلخانه یي غازو د تولید زیاتوالي له امله، د ځمکې تودخه په بې مخینې کچه به وي او خطرناکه پایله به ولري.
په دې اړه مو اندونه