د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۵۹۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(دوشنبې د غبرګولي په ۵مه نېټه) یې له رسنیو سره شریک کړي دي، هېواد کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۱۱،۱۷۳ ته ورسېدې.
خو د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېره شپه ورځ کې د کووید نوولس ناروغۍ له کبله یوازې یو کس ژوند له لاسه ورکړی او ۲۲ تنه نور روغ شوي دي.
تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۲۱۹ تنه مړه شوي دي او ۱۰۹۵ نور روغ شوي هم دي.
کابل بیا هم د تېرو ورځو په تېر ډېرې مثبتې پېښې لري چې تېره شپه ورځ کې په کې ۳۹۰ ثبت شوې دي او ورپسې بیا هرت دی.
هرات ولایت له کابله وروسته د کرونا ویروس تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې لري چې په کې د ۶۲ تازه ثبتو پېښو خبر ورکړل شو او تر اوسه دغه ولایت کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۷۷۳ دی.
د یادونې ده چې تر اوسه هرات د مړو شویو کسانو لوړ شمېر لري او په کې ۳۶ تنه د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي.