کندهارـ هلمند دوراهي کې د برېښنا سب ستیشن وران شوی او پایله کې یې پر یادو ولایتونو برېښنا پرې شوې ده.
هلمند کې مسوولین نن(دوشنبې د تلې په ۲۱مه نېټه) وايي چې طالبانو د یاد سب ستیشن دوه کارکوونکي او ۱۵ ساتونکي له ځانه سره بېولي دي.
د هلمند د بريښنا ريیس، وحيدالله عليزی زیاتوي چې طالبانو د برېښنا د دغه سب ستیشن د ودانۍ ځینو برخو ته یې اور اچولی.
ښاغلی علیزی زیاتوي چې د سب ستیشن زېرمه او د کار وړ توکي چور او تالان شوي او په شپږو کانټینرونو کې توکو ته هم اور اچول شوی دی.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.