Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ښځینه فوټبال غوره لیګ؛ کابل نیمه پایلوبې ته لار ومونده

د کابل د نجونو د فوټبال لوبډلې د غورولایت د نجونو د لوبډلې پر وړاندې د بریا په خپلولو سره نجونو د فوټبال لیګ نیمه وروستي پړاو ته لار ومونده.

 نن سهار دوشنبې (د تلې په ۲۱ مه نېټه) د هېواد د نجونو  د فوټبال لیګ سیالیو د ډلییز پړاو وروستۍ لوبه د کابل او غور د نجونو د لوبډلو ترمنځ وشوه.

په دې لوبه کې د پلازمېنې د نجونو  لوبډلې دوه پر یو د غور لوبډلې ته ماتې ورکړه او  له دریو هغو لوبډلو سره یو ځای شوه چې نیمه وروستي پړاو ته یې لاره موندلې ده.
 
د کابل د نجونو د فوټبال لوبډلې غړې، خرسند یوسفزۍ وايي:« ډېره ښه لوبه وه... هڅه کوو چې په نیمه پایلوبه کې ښه لوبه وکړو.»

 د کابل د نجونو د فوټبال لوبډلې غړې، بهاره صمیمي زیاتوي:« موږ سخته لوبه درلوده په دې خاطر چې لوبغاړي مو ټپي شول. هڅه کوو چې پایلوبې ته لار پیدا کړو.»
 
ټاکل شوې ده ددغو سیالیو په نیمه وروستي پړاو کې د هرات لوبډله د غور د لوبډلې پروړاندې لوبه وکړي او د پلازمېنې لوبډله هم د بامیانو له لوبډلې سره لوبه وکړي.

شریک یي کړئ