د کابل اوولسمې حوزې د خیرخانې سرکوتل سیمه کې په یوه کاستر موټر ماین جاودنې د درېیو کسانو ژوند واخیست او ۱۱ نور یې ټپيان کړل.
پېښه نن سهار (پنجشنبې د کب په ۲۸مه نېټه) په داسې حال کې شوې چې دغه کسان د دندو په لور روان و.
د کابل پولیس وايي پې د پېښې قربانیان ملکي کسان دي.
دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ هم پر کاستر موتر د چاودنې له کبله یوه درې کلن ماشوم او د یوې امیندوارې ښځې په ګډون څلورو مېرمنو ژوند بایلود.