Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دشت برچي چاودنه؛ د قربانیانو کورنۍ د امنیت ټینګښت غواړي

د تېرې شپې (سې‌شنبې، د لړم په ۱۶مه) د کابل په دشت برچي سیمه کې، پر یوه کاسټر ډوله موټر د چاودنې د قربانیانو ځينې کورنۍ له سرپرست حکومته د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.

دغه کورنۍ وایي چې د کابل لوېدیځ په وروستۍ یوه میاشت کې د څو چاودنو شاهد و.

داوود په دشت برچي کې د تېرې ورځې د برید یو قرباني وو. ۳۷ کلن داوود د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ یوازینی ګټیالی و.

د وژل شوي داوود ورور علي احمد په دې هکله وايي:«غریب‌کار و او د مزایکو د نصب په برخه کې یې کار کاوه، دوه کوچني بچیان یې پاتې دي او په عمر یې ۳۵ تر ۳۷ پورې وه.»

د وژل شوي داوود بل ورور عبدالله هم وویل:«د شپې ۱۰:۰۰ بجې مو حرکت وکړ او سهار اته بجې دلته راورسېدو، عدلیې طب ته ولاړ ومو لیدل چې واقعاً ورور مې له سینې ښکته ټوټې ټوټې شوی و او د غسل کولو نه‌وو.»

ورته مهال، د داوود مېرمن ماه ګل هم د خپل مېړه پر وژل کېدو د درد اوښکې تویوي.

د داوود مېرمن څرګندوي:«د ملا اذان مهال به کار ته، ته او ماښام شپږ بجې به کور ته راته، تېره شپه شپږ بجې مو ګرځنده ټلېفون ته زنګ وواهه، خو پورته یې نه‌کړ.»

د سیمې اوسېدونکی محمد اشرف وايي:«د لسو یا شلو ورځو په لړ کې چې په ۱۳مه ناحیه کې څو چاودنې شوې دي، دا به نه لومړنۍ چاودنه وي او نه به وروستۍ.»

اخوا بیا، اسلامي امارت د ټولو هېوادوالو د امنیت له ساتنې ډاډ ورکوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد څرګندوي:«د اسلامي امارت استخبارات او همدارنګه امنیتي ارګانونه د دې په لټه کې دي چې وژونکي پیدا کړي او د کړو په سزا یې ورسوي. او زموږ خلک دې ډاډه وي چې حتاً موږ دوی تعقیبوو او ډېر ژر به هغوی په سزا ورسېږي.»

د سې شنبې ماښام په چاودنه کې چې پر یو کاستر ډوله موټر وشوه، د رسمي شمېرو له مخې په‌کې ۷ تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه