د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی دی چې په تېره یوه شپه او ورځ کې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ۱۶ پېښې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت د شمېرو پربنسټ، په دغې موده کې هېڅ ناروغ ساه نه ده ورکړې او همدارنګه هېڅ ناروغ، بېرته روغ شوی نه دی.
نوې پېښې په کابل، کندهار، بغلان، هلمند او زابل ولایتونو کې ثبت شوې دي.
له دغو شمېرو سره په هېواد کې د کووېډ نولس ناروغانو ټولیز شمېر ۵۷ زره او ۱۶۰ تنو ته لوړ شوی دی.
له دې ډلې ۵۱ زره او ۹۶۲ تنه ناروغان روغ شوي او ۲۵۲۱ نور مړه شوي دي.