دې لوبه کې افغانستان پینځه او بنګلهدېش دوه نومرې وګټلې، په دې لوبې سره یې نړۍوال جام ته لا و نه مونده، خو دواړه لوبډلې نړۍوال جام ته د لار موندنې لپاره یو، یو چانس لري.
د افغانستان او بنګلهدېش فوټبال دواړو لوبډلو تمه وه، چې نړۍوال جام ته به لار مومي. که څه هم بېګانۍ لوبې سره داسې و نهشول، خو دواړه لوبډلې نړۍوال جام ته د لار موندنې لپاره یو، یو چانس لري. دا لوبه یې یو د یو پر وړاندې پایلې سره مساوي شوه.
افغان لوبډله به راتلونکې چهارشنبه ( د جون په ۱۱ مه) د عمان له لوبډلې سره لوبه کوي او بنګلهدېش به راتلونکې دوشنبه ( د جون په ۹ مه) له هند سره مخامخ وي.
په بېګانۍ لوبه کې درېیو افغان لوبغاړو فیصل شایسته، احمد عمران حیدري او امیر شریفي د ګولونو خواري وکړه.
افغانستان ته د ګول لومړنۍ موکه په ۱۳ مه دقیقه کې په لاس ورغلی وه، خو فیصل شایسته و نهکړای شو ګول وکړي.
په ۱۶ مه دقیقه کې بیا بنګلهدېش ته یو کوچنۍ موکه وه، خو ګول یې و نهکړای شو.
په ۲۳ مه دقیقه کې بیا افغانستان ته د ګول کولو یو چانس و، خو د افغان لوبغاړي داوود احمد نجیم ګوزار، بنګلهدېشي ګولنیوونکي انصارالرحمان راوګرځو.
د لوبې د دویمې نیمایي اېله اته دقیقې تېرې وې، چې افغان لوبغاړي امرالدین شریفي ګول وکړ او بنګلهدېش بیا د لوبې ۸۳ مه دقیقه کې ګول وکړ چې ورسره سیالي یو د یو پر وړاندې پایلې سره مساوي شوه.
په دې اړه مو اندونه