کابل د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د هغه وړاندیز هرکلی کړی، چې پر بنسټ یې کېدای شي د ځینو اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران کابل ته راشي.
د اسلامي امارت چارواکي وایي، کابل کې د اسلامي هېوادونو د سفیرانو راغونډېدل، نړۍ سره د اوسني حکومت سیاسي ستونزې کمولی شي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پرون د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر سره په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې راتلونکو څو ورځو کې به د ځینو اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران کابل ته سفر وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ذبیحالله مجاهد په دې هکله ویلي:"په ټوله کې ښه او غوره ګام دی. موږ یې هرکلی کوو او قدر به یې وکړو او دا کولی شي، بهرنیو هېوادونو سره چې کومې سیاسي ستونزې لرو – تر ډېره بریده حل کړي."
له دې سره د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن ترکیې ته تللی او په پام کې ده چې ترکي چارواکو سره وګوري.
ښاغلي مجاهد ویلي، چې ترکي چارواکو سره د متقي کتنه کې به یوه موضوع، همدا وي چې کابل کې د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې څرنګوالی څه ډول وي.
د سیاسي چارو یوه شنوونکي طارق فرهادي ویلي:"ځینو اسلامي هېوادونو ته پوښتنې پیدا شوي، چې مثلاً سرپرست حکومت تر کله؟ د نورو ګډون څرنګه کېږي."
له دې سره قطري چارواکي افغانستان سره د همکاریو پر دوام ټینګار کوي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني ویلي:"تر هغو چې د افغانستان په نوم هېواد او افغانان موجود وي، موږ یې باید وضعیت ته ورسېږو. هر حکومت چې پهکې وي، موږ یې باید پرېنږدو."
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې تر راتلونکو شپږو ورځو په روسیه کې د افغانستان په هکله یوه غونډه جوړه شي.
په دې اړه مو اندونه