د امن جام سیالیو په لړ کې نن په کابل کې د شاهین اسمايي او عقابان هندوکش لوبډلو او طوفان هریرود او سیمرغ البرز لوبډلو ترمنځ سیالۍ وشوې.
په لومړۍ لوبه کې شاهین اسمايي او عقابان هندوکش سره سیالي وکړه چې دغه لوبه ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.
په دویمه لوبه کې چې د طوفان هریرود او سیمرغ البرز ترمنځ وه، چې طوفان هریرود لوبډله وتوانېده ۴-۱ په وړاندې سیمرغ البرز لوبډلې ته ماتې ورکړي.
د افغانستان د فوټبال فډراسیون وايي چې سبا ته به د امن جام سیالیو په چوکاټ کې دوې نورې سیالۍ هم ترسره شي.
په دې اړه مو اندونه