د امن جام ټورنمنټ سیالیو په دویمه ورځ، د سیمرغ البرز او د میوند اتلانو او طوفان هریرود او عقابان هندوکش لوبډلو سره سیالي وکړه.
په لومړۍ لوبه کې چې نن له غرمې مخکې ترسره شوه، سیمرغ البرز لوبډلې د میوند اتلانو لوبډلې ته درې صفر ماتې ورکړه.
په دویمه لوبه کې چې نن له غرمې وروسته ترسره شوه، د عقابان هندوکش لوبډلې طوفان هریرود لوبډلې ته درې د یوه په وړاندې ماتې ورکړه.
ټاکل شوې ده چې دغه سالۍ د یکشنبې په ورځ د شاهین اسمايي او د میوند اتلانو لوبډلې او د اباسین څپې او عقابان هندوکش لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د امن جام سیالۍ به لس ورځې دوام وکړي او هره ورځ به دوه لوبډلې د یو بل په وړاندې سیالي کوي.
په دغو سیالیو کې د غوره لیګ شپږ لوبډلې حضور لري.
په دې اړه مو اندونه