د اسلامي امارت د تصفیې کمېسیون نن (جمعه د لړم په ۲۱ مه نېټه) د ولسي جرګې عمومي تالار کې یوه غونډه کې وویل، چې خپلسرې محکمې او خپلسري عملیات بند دي.
د دغه کمېسیون غړو ټینګار وکړ، چې د اسلامي امارت نظامیان دې له خلکو سره ښه چلن وکړي او په وینا یې، تر اوسه یې لسګونه هغه کسان له خپلو لیکو ایستلي، چې د اسلامي امارت د پرېکړو خلاف عمل یې کړی وو.
د تصفیې کمېسیون مرستیال جنرال شېرمحمد شریف ویلي:"د هغو مفسدو کړیو مخنیوی شوی، چې غوښتل یې له بېلابېلو لارو د اسلامي امارت لیکو ته ننوځي."
د تصفیې کمېسیون مسوولانو د ولسي جرګې تالار کې وویل، د طالبانو په نامه چې څوک خلک ځوروي، دا چاره جرم دی او له سرغړونکو سره به قانوني چلن وشي.
د تصفیې کمېسیون مرستیال مولوي عبدالله غزنوي ویلي:"موږ چاته اجازه نه ورکوو چې د مجاهد په نوم خلک وځوروي."
د تصفیې کمېسیون خپلسرې محکمې او عملیات بند اعلان کړل خو دا یې وویل هر چا چې د داعش ډلې سره همکاري وکړه، کله به هم و نه بخښل شي.
د تصفیې کمېسیون مشر مفتي لطیفالله حکیمي ویلي:"که چا له داعش ډلې سره همکاري وکړه، و به نه بخښل شي."
د اسلامي امارت د تصفیې کمېسیون وایي، چې د دې کمېسیون څانګې به ټول هېواد کې جوړې شي او د کار د لا ښه والي لپاره به پینځه نور کمېسیونه هم جوړ شوي.
په دې اړه مو اندونه