د هند د هوايي ځواکونو یوه چورلکه چې په هغه کې د هند د پوځ لوی درستیز هم و، د دغه هېواد په تامیل نادوي ایالت کې سقوط کړی دی.
د هندي چارواکو په وینا، په دغې پېښه کې د دغه هېواد څلور پوځيان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
تراوسه روښانه نه ده چې د هند لوی درستیز د وژل شویو په منځ کې دی او که د پټیانو په منځ کې.
د رپوټونو پر بنسټ، دغې چورلکې ۱۵ سپرلۍ لرلې او د هغوی په منځ کې د لوی درستیز مېرمن او همدارنګه سکرتر هم موجود وو.
تراوسه په دقیقه توګه د دغې پېښې لامل روښانه شوی نه دی.
په دې اړه مو اندونه