په مللګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د امریکا په محکمه کې د افغانستان د پیسو د ساتنې دفاعیه وړاندې کړې ده.
ښاغلي فایق په دې دفاعیه کې له امریکا غواړي، چې دا پیسې د افغانستان د خلکو د اصلي شتمنۍ او ملکیت په توګه ومني. او د سپټمبر د ۱۱ د قربانیانو کورنیو ته د غرامت په توګه باید ور نه کړل شي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ د دفاعیې یوه برخه کې راغلي دي: «د سپټمبر د یوولسمې د پېښې قربانیان په ریښتیا هم د دې وړ دي چې عدالت ورسره وشي او غرامت ورکړل شي. خو د افغانستا خلک باید د دغه غرامت قرباني نه شي، ځکه د افغانستان خلک په خپله د ترهګریزو بریدونواو ترهګرو ډلو قرباني دي او دا پیسې د خلکو شتمني او ملکیت دی. د سپټمبر د یوولسمې په برید کې هېڅ افغان ښکېل نه و او افغانانو ته هېڅ ډول اخلاقي او یا قانوني مسوولیت نه ورلغاړې کېږي.»
په افغانستان کې د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته د امریکا له لوري د افغانستان اوه مېلیارد ډالره شتمني کنګل شوه.
د سیاسي چارو شنونکی احمد منیب رسا وايي:«که چېرې دغه پیسې امریکا ته ورکړل شي د افغانیو ارزښت د ډالرو په مقابل کې له منځه ځي او دا د افغانستان د اقتصاد په برخه کې ستر ګوزار دی.»
په دې لړ کې اسلامي امارت هم ژر تر ژره د دغو پيسو د آزادېدو غوښتنه کوي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي، چې د افغانستان خلک اوس تر بل هر وخت پېسو ته ډېره اړتیا لري.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي:«د افغانستان پیسې باید له قید او شرط پرته ازادې شي او د افغانستان په واک کې ورکړل شي، ځکه دا پیسې د افغانستان د خلکو اصلي حق دی او اوس دغو پیسو ته ډېره اړتیا لري.»
د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ میاشت کې د جوبایډن حکومت په یوه فرمان کې د افغانستان له ټولټال اوه مېلیارد ډالرو کنګل شویو پیسو نه درې اعشاریه پنځه مېلیارد ډالره د افغانستان له خلکو سره مرستې ته ځانګړې کړې.
تر دې وړاندې امریکايي چارواکو ویلي دي، چې د پاتې نورو درې نیم مېلیارد ډالرو په تړاو به د امریکا متحده ایالتونو محکمه پرېکړه وکړي.
په دې اړه مو اندونه