Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اقتصاد وزارت سرپرست د هېواد کنګل شویو اسعاري زېرمو د ازادولو غوښتنه وکړه

د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره په لیدنه کې، د افغانستان د کنګل شویو اسعاري زېرمو د ازادولو غوښتنه وکړه.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي چې د دغه وزارت سرپرست په دغې لیدنه کې د لګول شویو بندیزونو د لېرې کېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د بندیزونو لګول د هېڅ لوري په ګټه نه دي.

ښاغلي حبیب طلوع‌نیوز ته وویل:«د اقتصاد وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو سازمان له همغږي کوونکي او ملې ډلې سره په لیدنه کې، پر پراختیايي پروګرامونو تمرکز، او له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د اړیکو پر ښه‌والي بحث وکړ او د ملګرو ملتونو سازمان له خوا د محدودیتونو د لېرې کولو او د هېواد د پانګې د ازادولو غوښتونکی شو.»

په دغې لیدنه کې فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان د اوسني اقتصادي وضعیت حل لار د ملګرو ملتونو او اسلامي امارت تر منځ همکاري وبلله.

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي افغانستان ته د ښاغلي سینیرلي اوغلو سفر ګټور ګڼي خو په وینا یې که‌چېرې ستونزې حل نه‌شي کړای؛ نو دغه سفر به هم مطلوبه پایله ونه لري.

د اقتصادي چارو شوونکی سید مسعود وویل:«زه فکر کوم تر هغې چې د سیاسي تعاملاتو او رسمیت پېژندلو ستونزې حل نه‌شي، تګ راتګ ډېر ښه دی؛ خو ډېر کارنده نه دی.»

د ویلو ده چې، فریدون سنیرلي اوغلو د امنیت شورا د ۲۶۷۹ پرېکړه لیک پر بنسټ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه ګومارل شوی دی.

ښاغلی اوغلو د ترکیې یو له پخوانیو ډيپلوماټانو دی او تر دې مخکې د ۲۰۱۶ تر ۲۰۲۳ کال پورې په ملګرو ملتونو کې د ترکیې دایمي استازی و.

فریدون سینیرلی اوغلو در این دیدار، راه‌حل وضعیت کنونی اقتصادی افغانستان را در همکاری متقابل بین سازمان ملل و امارت اسلامی دانسته است.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه