د پروان والي عبیدالله امینزاده وایي، د اسلامي امارت مشر د پخواني حکومت ټول اساسي قوانین لغوه بولي او په هېواد کې د شرعي قانون پر عملي کېدو ټینګار کوي.
ښاغلي امینزاده نن (پنجشنبه) د دې ولایت په مرکز چاریکارو کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د اسلامي امارت مشر له والیانو سره په تازه ناسته کې له اسلام سره د جمهوریت تړاو د خوګ غوښې د حلال بللو په څېر وباله.
نوموړی وایي، وروسته له دې به د پخواني پاچا اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د واکمنۍ اساسي قانون هم عملي نهشی او د اسلامي امارت مشر دوی ته لارښوونه کړې چې په هېواد کې اسلامي شریعت پلی کړي.
ښاغلي امینزاده وايي: «شیخ صاحب حیران شو چې ولې قاضیان پر دې قانون پرېکړه کوي یا ولې قاضیان پخواني قانون پر بنسټ پرېکړه کوي. هغه وویل، د پخواني حکومت قانون په بشپړه توګه له منځه تللی، هېڅ شتون نهلري، که شتون هم ولري؛ حکومت نهشته، اشرف غني او کرزی تللي دي او اوس د دوی قوانین هم له منځه تللي دي.»
نوموړی زیاتوي: «شیخ صاحب د ظاهر شاه د قانون تطبیق ناسم ګڼي او وايي چې د جمهوري حکومت او د ظاهر شاه د وخت د اساسي قانون تر منځ هېڅ توپیر نهشته، موږ له شریع پرته، نه د ظاهر شاه قانون غواړو او نه هم د اشرف غني قانون.»
ورته مهال د پروان امنیه قوماندان عزیزالله وايي: «د اسلامي امارت د رهبر هڅې د ستایلو وړ دي او له دې نظامه ملاتړ پر موږ واجب دی.»
ورته مهال د پروان یو شمېر نور سیمهییز چارواکي د اسلامي امارت رهبرۍ د فرامینو پر عملي کېدو ټینګارکوي.
د پروان مستوفي کفایتالله حقاني وايي: «امیر المومنین حفظالله خپله وجود درولوده او ټولو بیعت وکړ، دا زموږ او ستاسو شرعي امیر دی.»
په دې اړه مو اندونه