د رسنیو د ازادۍ لپاره د نړیوال ایتلاف اعلان کړی چې افغانستان یې له دې نړیوال ایتلاف څخه لرې کړی دی.
کاناډا او هالنډ د "رسنیو د ازادۍ لپاره د نړیوال ایتلاف" په ګډه غونډه کې لیکلي، په افغانستان کې د رسنیو وضعیت د نړۍ د غوښتنو پر بنسټ نهدی.
د دې نړیوال ایتلاف د خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي: «افغانستان د رسنیو د ازادۍ نړیوال ایتلاف له غړیتوبه ایستل شوی، دغه ایتلاف ته څرګنده ده چې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت له بده مرغه نور د نړیوالې ټولنې د ژمنو سره مطابقت نهلري. په حقیقت کې اوسنی حالت د جدي اندېښنې وړ دی.»
بلخوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د افغانستان د رسنیو د ازادۍ نړیوال ایتلاف له غړیتوبه ایستلو په اړه پرېکړه د حقیقتونو په اساس نه، بلکې یو طرفه ده.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي زیاتوي: «فکر نهکوم دا ایتلاف د افغانستان لپاره او د خبریالانو لپاره ډېر مهم وي او دومره شهرت هم نهلري. بیا هم زموږ له ټولو اړخونو څخه غوښتنه دا ده چې څه فیصله کوي؛ نو په حقایقو باید بنا وي.»
په همدې حال کې د رسنیو ملاتړي بنسټونه هم دې پرېکړې اندېښمن کړي دي.
د افغانستان د ژورنالېسټانو د ملي ټولنې مسوول مسرور لطفي وايي: «دا یو ښه او مناسب پیغام نه دی، خو اړتیا ده، چې له رسنیو څخه ملاتړ وشي ترڅو خبریالان په دې هېواد کې خپل فعالیت ولري.»
خبریال عبدالرحیم عاصم وايي: «په روانو شرایطو کې دا نه ایجابوي چې دغسې نړیوال سازمانونه دې د افغانستان نوم حذف کړي.»
افغانستان د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ میاشت کې هغه مهال د رسنیو د ازادۍ نړیوال ایتلاف غړی شو، چې د افغانستان تېر حکومت د رسنیو د ازادۍ برخه کې نړیوالو ژمنو ته متعهد شو.
په دې اړه مو اندونه