په هېواد کې د ایران تر ټولو لوی سوداګریز مرکز او دایمي نندارتون نن (یکشنبې د کب په ۱۴مه) په کابل کې پرانیستل شو.
په افغانستان کې د ایران د سوداګریز مرکز او دایمي نندارتون رییسه سمانه عبداللهي وايي، د دغه مرکز فعالیتونه به له ۱۴۰۲ هجري- لمریز کار وروسته پیل شي.
د هغې په وینا د افغانستان او ایران تر منځ د صادراتو او وارداتو د کچې د برابرېدو لپاره هم هڅې روانې دي.
سمانه عبدالهي وویل:«زموږ حضور یوازې د سوداګریز مرکز پرانیستل و، په عمل کې زموږ ټول اصلي پروګرامونه له ۱۴۰۲ کال څخه په تخصصي توګه د افغانستان هېواد د اړتیاوو پر بنسټ به اجرا شي.»
کابل کې د ایران سوداګریزه اتشه روستايي هم څرګندوي:«دغه مرکز د جمهوري ایران او ملګري او ورور هېواد افغانستان د شرکتونو ترمنځ د خدمتونو وړاندې کولو او سوداګریزو، حقوقي او اقتصادي مشورو متمرکز مرکز په توګه جوړ شوی دی.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له ایراني پلاوي غوښتي چې په ایران کې د افغانستان د صادراتو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي:«هغه توکي چې موږ یې له افغانستانه لرو په ځانګړې توګه د کرنې په برخه کې، مېوې او وچې مېوې او ځينې نور شیان چې دي موږ د دې په هڅه کې یوو چې موږ د دغو محصولاتو لپاره ښه جواز واخیستلی شوو.»
له دې سه سم، د کرنې او مالدارۍ خونه وايي، د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل کولی شي له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي اړیکې ښې کړي.
د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست میرویس حاجيزاده وویل:«نندارتون څه په افغانستان کې، څه په ایران کې، څه په پاکستان کې او که په نورو هېوادونو کې جوړ شي د هېوادونو په ګټه دي. د هېواد اقتصاد، او اړیکې ښې کېږي؛ خو د دې په شرط چې زموږ په افغانستان کې هغه تولید چې لرو، کارخونې چې لرو، زموږ تولید ته ورته واردات ونه کړي.»
په افغانستان کې د ایران سوداګریز مرکز او دایمي نندارتون د کابل ښار د دویم پروان په سیمه کې په یوې ۱۱ پوړیزې ودانۍ کې جوړ شوی او په دې مرکز کې یوازې ایراني تولیدات خرڅېږي.
په دې اړه مو اندونه