Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو په اړه د څه باندې ۷۰ هېوادونو اندېښنه

د اروپايي ټولنې په ګډون څه باندې ۷۰ هېوادونو په یوې ګډې خبرپاڼه کې د افغان ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار د بندیز له امله اندېښنه څرګنده کړې ده.

په‌دې خبرپاڼه کې راغلي، د نجونو د کار او زده‌کړې د منع فرمان به د افغانستان اقتصاد، ټولنې او د خلکو هوساینې ته د نه جبرانېدونکي زیان لامل شي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه بندیز به د افغانستان د اقتصاد د کمزورتیا لامل شي.

په ملګرو ملتونو کې د البانیا دایمي استازی وايي: «د نورو محدودیتونو ترڅنګ، پوهنتونونو ته د ښځو پر تګ د بندیز، د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځيو د تړلو او په غیر دولتي سازمانونو کې د ښځو پر کارکولو د بندیز په تړاو د طالبانو پرېکړې په بشپړه توګه نه توجیه کېدونکې دي.»

دغه ګډه خبرپاڼه په ملګرو ملتونو کې د البانیا د استازي له لوري د دغه سازمان د ښځو د وضعیت د څېړلو په کمېسیون کې ولوستل شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دریو بشرپاله کارکوونکو په منځ کې یوه ښځه ده او هغوی نه‌شي کولی ښځو او نورو اړمنو کسانو ته رسېدنه وکړي.

د چارو شنونکي هم له زده‌کړو او کاره د نجونو او ښځو منعه کېدل د هېواد په تاوان ګڼي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: «امارت اسلامی د خپل رسميت پېژندلو لپاره خپله ځان ته خنډونه جوړ کړي دي، چې هغه عمده يې د انجونو مکتبونه، د مېرمنو پوهنتونونه او د نجونو کار دی.»

د ښځو حقونو فعاله ثریا پیکان وايي: «له زده کړو څخه د ښځو او ځوانانو منع کول د ډیرو ستونزو د پیداکېدو لامل ګرځي.  دا له یوې خوا ټولې نړۍ ته د ټولنې د وروسته پاتې والې انځور ښايي، چې د نړۍ له لوري پرې نیوکې کېږي او له بلې خوا د سیمې او نړۍ د هېوادونو او همدارنګه د اسلامي هېوادونو تر منځ اړیکې به ښې نه‌شي.»

اسلامي امارت تر اوسه د دې ګډې اعلامیې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې مخکې یې په ډاګه کړې چې له زده کړو او کاره د نجونو او ښځو منعه کېدل یوه لنډ مهالې چاره ده.

د نړۍ د ۷۲ هېوادونو په دې ګډه اعلامیه کې راغلي چې دوی د افغان ولس او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو او همداراز لږکیو د ماناداره او بشپړ مشارکت د غوښتنو په برخه کې یوه خوله دي او له دوی ملاتړ کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه