د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست وايي، سږ کال به د حج په مراسمو کې ۳۰ زره افغانان ګډون وکړي.
د دې وزارت سرپرست زیاتوي، د زیارت کوونکو لپاره ډېرې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي او ټاکل شوې چې د زیارت کوونکو لومړۍ ډله د غبرګولي په لومړۍ نېټه سعودي عربستان ته لاړه شي.
نوموړي چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبرې کولې، وویل، د کابل، هرات، بلخ او کندهار زونونو حج کوونکي به د یوه خصوصي هوايي شرکت له لارې سعودي عربستان ته ولېږدول شي.
نور محمد ثاقب وايي: «تمه ده چې د حاجیانو لومړنۍ الوتنه به د روان کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه، له افغانستانه سعودي عربستان ته ترسره شي.»
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست همداراز زیاتوي چې په مکه معظمه او مدینه منوره کې د حاجیانو لپاره لازمې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست زیاتوي: «د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په هڅو او کوښښونو، سږکال د هر حاجي لپاره ۳۹۲۴ ډالر چې ۳۴۰ زره افغانۍ کېږي، لګښت په پام کې نیول شوی دی.»
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري رییس په خبره، د حج په مراسمو کې ښځو ته هم سهمیه ورکړل شوې او پهدې اړه د نارینه او ښځینه تر منځ هېڅ توپیر نهشته.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري رییس عبدالولي حقاني وویل: «د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج مراسمو کې د ګډون لپاره ښځو او سړیو ته مساوي سهمیه ورکړې ده او په دې کې هېڅ توپیر موجود نهدی.»
دا په داسې حال کې ده چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې له ۱۳ زره او ۵۰۰ ډېرو افغانانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی وو.
په دې اړه مو اندونه