Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښځو کار پر بندیز د ملګرو ملتونو نیوکه؛ ددغه وضعیت دوام به کار ستونزمن کړي

د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر کار د بندیز له امله اغېزمن شوی او دغو بندیزونو ته په پام سره، په دغه هېواد کې د کار دوام به ستونزمن وي.

د ملګرو ملتونو سازمان دغه بنسټ زیاته کړې چې په افغانستان کې ټولټال ۷۰ سلنه ښځینه کارکوونکو له ډلې ۵۵ سلنه هغه یې افغانې ښځې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګی ژمنه کړې چې په افغانستان کې له افغان ښځو او نجونو ملاتړ کوي.

د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي دي:«تر ټولو مهمه پوښتنه چې همدا اوس موږ ورسره مخ یو دا ده چې څنګه د نړۍ په کچه په تر ټولو سخت بشري او د ښځو د حقونو په ناورین کي په اصولي تګلارو سره پر مخ ولاړ شو. د اپرېل له څلورمې راهیسې زموږ ټول افغان کارکوونکي (نارینه او ښځینه) له کوره کار کوي. زموږ په سلو کې اویا کارکوونکي ښځې دي، چې پنځوس سلنه یې افغان ښځې دي. ملګري ملتونه د هغو محدودیتونو او ګواښونو تر ژور اغېز لاندې راغلي چې په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاند شته او څرګنده کړې یې ده، چې موږ به یوازې د نارینه وو په کاري ډلو سره کار ونه کړو.»

د ښځو د حقونو فعاله ثریا پيکان په دې هکله وايي:«موږ د افغانستان په کچه د بهرني ملاتړ شاهد یوو چې له افغان ښځو ملاتړ کوي؛ خو په کورني اړخ کې د ښځو د حقونو په هکله د سرپرست حکومت پر ملاتړ بریالي نه شوو.»

بل خوا، ځينې ښځې په ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځور رول مهم او حیاتي ګڼي او له اسلامي امارته غواړي چې د ښځو پر کار لګول شوي بندیزونه لېرې کړي.

د یوې نادولتي ادارې پخوانۍ کارکوونکې سمیه څرګندوي:«په ټولنه کې د ښځې له شتون پرته د یوې ټولنې پرمختګ او سوکالي به شونې نه وي. له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره د ښځو او نجونو پر کار بندیز لغوه کړي.»

بل پلو، د اقتصاد وزارت مسلکي معین وایي، چې په روغتیایي او سوداګریزو برخو کې د ښځو رول مهم دی.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وویل:«دم‌ګړۍ د روغتیا او سوداګرۍ په سکټورونو کې د ښځو شتون د پام او اهمیت وړ دی، البته په کوچنیو او منځنیو صنایعو کې دغه شتون تر ډېره د لیدو وړ دی.»

څه باندې پنځه میاشتې کېږي، چې په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګېدلی دی او دغه مسئله د دې لامل شوې ده، چې د ملګري ملتونو ټول کارکوونکي له کوره کار وکړي.

بل پلو، د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وایي، چې په روغتیایي او سوداګریزو برخو کې د ښځو رول مهم دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه